امریکا : د داعش پر خلاف په مبارزه کې د ترکیې همکاري د قدر وړ ده

د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې لپاره  د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي  بریت مک ګورک  په سوریه کې د ترکیې او امریکا همکاري وستایله .

1000563
امریکا : د داعش پر خلاف په مبارزه کې د ترکیې همکاري د قدر وړ ده

د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې لپاره  د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي  بریت مک ګورک  په سوریه کې د ترکیې او امریکا همکاري وستایله .

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې  مک ګورک  په مراکش کې  د داعش پر خلاف د ایتلاف د سیاسي  مدیرانو عمومي غونډې ته په وینا کې  د داعش پر خلاف په مبارزه کې د ترکیې  د رول او همکارۍ ستاینه کړې وه.

هغه  دې غونډې ته  د داعش پر خلاف د مبارزې په اړه هر اړخیز معلومات ورکړ. هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې  پدې وروستیو کې  د ترکیې او  امریکا  ترمنځه همکارۍ  ډیره مثبته نتیجه ورکړې ده . په ځانګړې توګه د سوریې د منبج په مسله کې  زمونږ  ترمنځه همکاري  او په ګده  کار کول  د تقدیر  وړ مسله ده. دا همکاري  د تاوتریخوالي  د کچې د راټیټولو په برخه کې  ډیر ځانګړی اهمیت لري.

د منبج په اړه مو د ترکیې سره په ګده د لارې نقشه جوړه کړه. پدې  اړه مذاکرات هم  ډیر بریالي  تیر شول. د لا زیاتو همکاریو هیله لرو.

ترکیه  د ناټو په سازمان کې د امریکا  ډیر نږدی  متفق هیواد دی. د ترکیې همکاري د امریکا لپاره ځانګړی اهمیت لري.

هغه ویلي دي چې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف مبارزې ته به تر وروستۍ شیبې دوام لري. په سوریه او عراق کې د داعش د وروستي پاتې شوني د لمنځه وړو پورې به مبارزې ته دوام ورکړي.

د ویلو ده چې  نوموړي  د روان کال د فبروري په میاشت کې هم  د داعش پر خلاف د مبارزې د نړۍوال ایتلاف د استازو سره  غونډه کړې وه.



اړوند خبرونه