په امریکا متحده ایالتونو کې  د ملکي وګړو سره  د شخصي  وسلو شمیره  د هیواد د نفوس نه  لوړه  ده

په امریکا کې په اوسط ډول په هرو سلو تنو ۱۲۱ میله وسلې  رسیږي.

996159
په امریکا متحده ایالتونو کې  د ملکي وګړو سره  د شخصي  وسلو شمیره  د هیواد د نفوس نه  لوړه  ده

په امریکا متحده ایالتونو کې  د ملکي وګړو سره  د شخصي  وسلو شمیره  د هیواد د نفوس نه  لوړه  دی.

په امریکا کې په اوسط ډول په هرو سلو تنو ۱۲۱ میله وسلې  رسیږي.

په ټوله نړۍ کې د څه باندې  یو میلیاردو میله وسلو  ۴۰ سلنه په امریکا کې د ملکي وګړو په اختیار کې  دي. د امریکا نفوس ۳۲۶ میلیونه  دی  خو  پدې هیواد کې بیا د وسلو شمیره  د نفوس نه  ډیره  ده.

پدې هیواد کې هر کال  په لسګونو زره تنه  په وسله والو بریدونو کې ژوند دلاسه ورکوي. وخت نا وخته په شخصي وسلو د بندیز لګولو  په اړه  بحثونه کیږي  خو د وسلو تجاران  بیا  په یو ډول نه په یو ډول ددې مسلې مخه نیسي.

په امریکا کې د ( سپکو وسلو د سروې ) په نامه  یو خپلواکه  سازمان ویلي دي چې  پدې هیواد کې په تیرو لسو کلونو  کې  د وسلو شمیره ۱۷ سلنه لوړه شوې ده .

په ټوله نړۍ کې  څه باندې  یو میلیارد میله  وسلو شتون اټکل کیږي  چې  ۴۰ سلنه يي په امریکا کې  دي.

د نوموړي  سازمان  د شمیرو له مخې په ټوله نړۍ کې ۸۵ سلنه  وسلې  بیا چې ۸۵۷ میلیونه  میله کیږي  د ملکي وګړو ،خصوصي  امنیتي کمپنیو او  غیرې دولتي وسله والو ډلو  په اختیار کې  دي.

د وسلو ۲ سلنه چې  ۲۳ میلیونه کیږي د پولیسو او ۱۳ سلنه بیا چې ۱۳۳ میلیونه کیږي  د وسله والو ځواکونو سره  دي.

د شمیرو له مخې  په پرمختللو هیوادونو کې  د شخصي وسلو شمیره  د پرمختګ په حال کې  ، وروسته پاتو او جګړه ځپلو هیوادونو کې  د شخصي وسلو نه  په کراتو لوړه ده.

د ویلو ده چې یواځې په امریکا کې  ۳۹۳ میلیونه میله وسلې شتون لري چې ددې هیواد د نفوس نه ډیرې دي.

په امریکا کې  هره ورځ په اوسط ډول  سل تنه په وسله وال بریدونو کې ژوند د لاسه ورکوي.

ویل کیږي د خصوصي وسلو په برخه کې  امریکا په لومړي کتار کې، هندوستان په دویم کتار کې او چین په دریم کتار کې ځای لري.

همداشان  د اندونیزیا او  جاپان  په څیر په هیوادونو کې  د وسلو کچه  دومره  ټیټه ده چې د سلو تنو پر سر هم  یوه وسله نه رسیږي.



اړوند خبرونه