د امریکا  متحده ایالتونو  او شمالي‌ کوریا  د ولسمشرانو  تاریخي‌  لیدنه پيل شوه.

د ټرمپ‌ او کیم جونګ اون تاریخي‌ لیدنه پيل شوه

990569
د امریکا  متحده ایالتونو  او شمالي‌ کوریا  د ولسمشرانو  تاریخي‌  لیدنه پيل شوه.

 د امریکا  متحده ایالتونو  او شمالي‌ کوریا  د ولسمشرانو  تاریخي‌  لیدنه پيل شوه.

د ویلو ده چې  د امریکا د ولسمشر  دونالد ټرمپ‌ او د شمالي‌ کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون  تاریخي‌ لیدنه چې  ټوله نړۍ ورته سترګې په لاره  وه  پيل شوه.

دواړو مشرانو  د تاریخي‌ سرمشریزې  د پیلولو نه مخکې  خبري‌ رسنیو ته  لنډې څرګندونې وکړې.

د امریکا ولسمشر ټرمپ‌ وویل « ډیره  بریالۍ  لیدنه به وي. ددې  لیدنې  له امله لوی افتخار کوم. پرته د شکه چې زمونږ  د هیوادونو ترمنځه به ډیرې  ښې اړیکي‌ جوړې  شي. »

د شمالي‌ کوریا  ولسمشر کیم جونګ  اون  بیا وویل چې  « ددې لیدنې له امله خوښ یم او ډیر ښکلی  احساس  دی. په ماضي‌ کې د وخت نه مخکې قضاوتونه  او مفکورو  تل زمونږ  پر وړاندې خنډونه  جوړ کړي‌ وو. دا خنډونه مو له منځه  یوړل  او دادی  نن  دلته  حضور  لرو. »

د امریکا  متحده ایالتونو  د ولسمشر دونالد ټرمپ  او  شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون  تاریخي  لیدنه پایته ورسیده.

د ویلو ده چې  د ۴۰ دقیقه يي  دوه په دوه  لیدنې نه وروسته  خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ټرمپ  وویل چې « لیدنه  ډیره ښه او بریالۍ  تیره شوه . ډیرې ښې او شانداره  اړیکي  لرو.»

د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون بیا  وویل « دې غونډې او مذاکراتو ته  د ډیرو مهمو فکرونو سره  راغلي یو. »

وروسته  دواړو  مشرانو  د خبري رسنیو په حضور کې  یو تړون لاسلیک کړ.

د امریکا ولسمشر ټرمپ  د تړون د لاسلیکولو پر مهال  وویل « یوه ډیر لویه ستونزه  حلوو. دا د ټولې نړۍ په خاطر کوو. »

د یادولو وړ ده چې  د امریکا ولسمشر  دونالد ټرمپ  چې د ولسمشرۍ د ټاکنو په کمپاینونو کې  ویلي وو چې  د ټاکل کیدو په صورت کې  د شمالي کوریا د ولسمشر  کیم جونګ اون سره  وویني.

شمالي کوریا  ولسمشر  د اټومي او د بالستیک توغندیو د پروګرام سره  ټوله نړۍ  او په ځانګړې توګه خپل ګاونډي هیوادونه  لکه سویلي کوریا او جاپان  او پدې هیوادونو کې  د امریکا  نظامي هډو ته  ستر ګواښ جوړ کړی وو.

حتا وخت نا وخته به امریکا  او شمالي کوریا  یو بل په اټومي  بریدونو ګواښل. سویلي کوریا  پدې برخه کې یو تاریخي  ګام اوچت کړ.

سویلي کوریا  پدې هیواد کې جوړیدونکو  ژمنیزو  اولمپیاتو سیالیو ته  شمالي کوریا ته د ګډون بلنه ورکړه. شمالي کوریا ولسمشر دا بلنه ومنله  او  پدې سیالیو کې  د یو جګپوړي رسمي  هیت په ملګرتیا  ګډون وکړ.

د ویلو ده چې امریکا متحده ایالتونو هم  د ولسمشر د مرستیال  په مشرۍ  یو جګپوړی هیت  اولمپیاتو ته  واستوه.

د سویلي کوریا  او شمالي کوریا  د جګپوړو چارواکیو ترمنځه  لومړنۍ  لیدنه  دلته  ترسره شوه.

د سویلي کوریا ولسمشر د شمالي کوریا ولسمشر ته  د لیدنې  بلنه ورکړه  او بالاخره  دا لیدنه هم  د سویلي او شمالي کوریا  ترمنځه په برطرفه  سیمه کې  ترسره شوه.

ددې پرمختګ نه وروسته  د امریکا ولسمشر  د شمالي کوریا ولسمشر ته د لیدنې بلنه ورکړه. د څو میاشتو  منډو رامنډو نه وروسته  بالاخره  د جون په ۱۲ مه نيټه  ټرمپ  او کیم جونګ اون  په سینګاپور کې  د لیدنې  په خاطر  نیټه وټاکله.

د  امریکا ولسمشر د جون  په لسمه  نیټه  په کاناډا کې  د نړۍ د ۷ پرمختللو هیوادونو په سرمشریزه کې د ګډون نه وروسته  د کیم جونګ اون سره د لیدنې په موخه  سینګاپور ته راغی.

همداشان د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون هم  د سختو امنیتي تدابیرو لاندې  سینګاپور ته راغی.

د یادولو وړ ده چې  د ټرمپ او کیم جونګ اون  لیدنې ته  د پوښښ ورکولو په خاطر  د نړۍ  د ګوټ ګوټ نه  تر ۲۵۰۰ تنو ډیر خبریالان  سینګاپور ته راغلي دي.

د ټرمپ او اون  دا تاریخي  لیدنه  بالاخره  نن  ترسره شوه. د لیدنې ځای ته لومړی د امریکا  ولسمشر دونالد ټرمپ  راغی  او وروسته د شمالي کوریا ولسمشر کیم جون اون.

دواړو د لیدنې نه مخکې  خبریالانو ته لنډه څرګندونې وکړې او وروسته  رسمي لیدنه پیل شوه.

د ټرمپ  او اون  لیدنه  د افغانستان په ځايي وخت د سهار په ۵ بجو او ۳۵ دقیقو  پيل شوه. لیدنې ۴۰ دقیقې دوام وکړ. د دوه په دوه لیدنې نه وروسته دواړو مشرانو د هیتانو ترمنځه په لیدنه کې ګډون وکړ.

وروسته  دواړو مشرانو  د دواړو هیوادونو ترمنځه  هر اړخیز د همکاریو تړون لاسلیک کړ.

 



اړوند خبرونه