اتریش د اسلام سره د دښمنۍ په برخه کې یوه ډیره مهمه پریکړه وکړه.
اتریش د اسلام دښمنۍ به برخه کې سرحد نه پیژني
اتریش د اسلام سره د دښمنۍ په برخه کې یوه ډیره مهمه پریکړه وکړه.
د اتریش لومړي وزیر سابستین کروز په هیواد کې د ۷ فعاله جوماتونو د تړولو او ددې جوماتونو د ملاامامانو او نورو دیني استادانو د هیواد نه د شړولو پریکړې کړې ده .
همداشان هغه ویلي دي چې په پام کې لري د یو زیات شمیر جوماتونو امامان او دیني کارکوونکي د هیواد نه وشړي.
هغه وویل چې د اتریش د کولتور ادارې اوس مهال د ۷ جوماتونو د تړولو پریکړه کړې ده .
یادې شوې ادارې د استرالیا ترک اسلام د کولتور او ټولنیزو مرستو د ټولنې د ۱۱ امامانو د ډیپورت کولو چارې پیل شوي دي.
یادې شوې ټولنې ویلي دي چې دم ګړۍ پدې هیواد کې نږدې ۴۰ تنه امامان د اوسیدو د اجازې د لغوه کیدو د ګواښ سره مخامخ دي.
د اتریش لومړي وزیر کروز د کولتوري چارو د مسئول سره یو ځای خبري غونډې ته وویل چې اسلامي قوانین زمونږ د قوانینو سره په ټکر کې دي چې د همدې امله مونږ په هیواد کې د نوموړو جوماتونو د تړولو پریکړه وکړه.
هغه وویل چې پدې برخه کې ډیر زیات صلاحیتونو نه لري چې تر اوسه پورې ترینه استفاده نوه کړې . ددینه وروسته به دا صلاحیتونه وکاروي.