د انګلستان د بهرنيو چارو د وزير سره ټيلفوني ټوكه!

د انګلستان د بهرنيو چارو وزير بوريس جانسن ته نامعلوم كس ټيلفون كړى او ځان يې ورته د ارمنستان لومړى وزير نيكول پاشينيان معرفي كړى.

978493
د انګلستان د بهرنيو چارو د وزير سره ټيلفوني ټوكه!

 

د انګلستان د بهرنيو چارو وزير بوريس جانسن ته نامعلوم كس ټيلفون كړى او ځان يې ورته د ارمنستان لومړى وزير نيكول پاشينيان معرفي كړى.

جانسن د نامعلوم كس سره د ۱۸ دقيقو لپاره په ټيلفون خبرې كړي او د سوريې، روسيې او انګلستان كې د روسي جاسوس سكرېپل په اړه ورسره خبرې كړي دي. ويل كيږي چې كله چانسن پوه شو چې دا د ارمنستان لومړى وزير نه دى، نو ټېلفون يې بند كړ.

پدې  اړه د انګلستان د لومړي وزارت د مقام لخوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې په انګلستان كې روسي جاسوس ته د زهرو وركولو او په ارمنستان كې روانې پېښې مهمې مسئلې دي. دا ماشومانه اقدام ددې ښكارندوى دى چې زنګ وهونكى يو غير جدي شخص دى.

په ۲۰۱۵م كال كې د انګلستان د وخت لومړي وزير ډېوېډ كامرون ته يو نامعلوم كس زنګ وهلى و او ځان يې د انګلستان د ډيجيټال مېډيا او اسختباراتو د ادارې د مشر رابرټ هانيګن په توګه معرفي كړى و.

د بله پلوه په ۱۹۹۸م كال كې په انګلستان كې د راډيو يو نطاق سټيف پېن هم د انګلستان د وخت لومړي وزير ټوني بلېر ته زنګ وهلى و او ځان يې ورته د محافظه كار ګوند مشر ويليم هاګ په توګه معرفي كړى و.  



اړوند خبرونه