ايران ته د امريكا نوى ګواښ او د ايران ځواب!
د امريكا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو د وزارت نوي ټاكل شوي وزير مايك پومپيو د ايران په اړه د امريكا د نوې ستراتېژۍ په اړه معلومات وركړل.
پومپيو څرګنده كړه چې كه چېرې تهران په خپل دريځ كې بدلون را نه وړي نو د داسې اقتصادي او مالي فشار او بنديزونو سره به مخامخ شي چې په تاريخ كې سارى ونه لري.
پومپيو تر ټاكل كېدو وروسته د لومړي ځل لپاره په يوې خبري ناسته كې د ګډون پر مهال وويل چې د ايران سره د اتومي لانجې پر سر لاسليك شوى تړون ناقص و، ځكه يې لغوه كړى دى. نوموړي زياته كړه چې د نوي تړون لپاره به د ايران سره خبرې اترې هم ونكړي.
پومپيو همدراز په ۱۲ مادو كې له ايرانه د امريكا غوښتنې هم اعلان كړې. د غوښتو په سر كې له سوريې نه د ټولو ايراني ځواكونو ويستل هم شامل دي. د پومپيو په وينا د پينټاګون سره د ايران د سيمه ايزو بريدونو د مخنيوي په موخه خبرې اترې هم روانې دي.
پومپيو زياته كړه چې هغه ټول شركتونه چې د امريكا لخوا پر ايران باندې د لګېدلو بنديزونو سره سره ددې هېواد سره سوداګريزې راكړې وركړې، لري د دوى خلاف دي. نوموړي دا هم وويل ټولو هېوادونو ته به داسې مسلكي ټيمونه وليږي چې له مخې يې پر ايران باندې د ټرمپ د نوو بنديزونو په اړه ورته معلومات وركړي.
پومپيو له ايرانه غوښتي دي چې د باليستيكي توغندو له آزماېښتونو نه دې هم لاس واخلي. سربېره پر دې د اتومي انرژۍ د نړيوال سازمان متخصصينو ته اجازه وركړي چې ددې هېواد ټولو اتومي مركزونو نه ليدنه وكړي.
د بله پلوه د ايران ولسمشر حسن روحاني د پومپيو په ځواب كې وويل چې `` ته څوك يې چې د نړۍ په استازيتوب د ايران په اړه تصميم نيسې. اوس هغه وخت تللى دى چې امريكا په يواځې ځان پرېكړې كولې.``
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.