د امریکا د ولسمشرۍ په تیرو ټاکنو کې د روسیې مداخلې په اړه نوی پرمختګ
د امریکا د سنا مجلس ویلي دي چې روسیې د ټرمپ په ټاکلو کې مهم رول لوبولی دی
د امریکا متحده ایالتونو د سنا مجلس د استخباراتو کمیټې ویلي دي پدې قناعت رسیدلي دي چې روسیې د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې قوي مداخله کړې او د ولسمشر ټرمپ د ګټلو په خاطر يي قوي فعالیت کړی دی.
د امریکا د سنا مجلس د استخباراتو کمیټې د روسیې په اړه د تحقیقاتو پایلې د یو بیان په خپرولو سره خپور کړ.
د یادې شوې کمیټې ریس جمهوریت پلوه ریجارد بور ویلي دي « پرته د شکه چې روسیې د ۲۰۱۶ کال په ټولټاکنو کې د لاسوهنې او مستقیمې مداخلې په خاطر بې سارې هلې ځلې کړي دي. د امریکا د استخباراتو اداره ددې هلو ځلو د ردولو په خاطر هیڅډول سبب نلري.
د بله پلوه د امریکا د سنا د مجلس د استخباراتو د کمیټې مرستیال د ډیموکرات مارک وانر بیا ویلي دي چې د امریکا د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې د روسیې لاسوهنه ډیره هراړخیزه او هوښیارانه وه. دا مداخله په اصل کې په مستقیم ډول د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په امر د ټرمټ په ګټه او د بل نوماندې هیلري کلنټن په ضرر ترسره شوې ده .
همداشان د کمیټې ریس بیا ویلي دي چې کمیټه به پدې اړه د تحقیقاتو وروستۍ پایلې د اګست په میاشت کې د یو راپور په خپرولو سره د هیوادوالو سره شریکې کړي.
د بله پلوه د سنا د مجلس د استخباراتو د کمیټې دا پریکړه د ولسي جرګې د استخباراتو د کمیټې د پریکړې سره په ټکر کې ده.
د امریکا د ولسي جرګې د استخباراتو کمیټې چې ډيری پکې جمهوریت پلوه دي د اپریل په ۲۷ مه نیټه د روسیې د تحقیقاتو په اړه په خپور کړي راپور کې ویلي وو چې د ۲۰۱۶ کال په ټولټاکنو کې د روسیې د مداخلې په اړه هیڅډول دلیل ندی موندل شوی.
اړوند خبرونه
د استرالیا په سیډني ښار کې په یوې کلیسا کې د چړې په برید کې ۴ تنه ټپیان شوي دي.
د ۹ نیوز د خبر له مخې د سیډني په کریسټ دی ګډ شیفرډ کلیسا کې د چړې برید شوی.