د کوریا په ټاپو کې حالات یو ځل بیا ترینګلي شول

په کوریا کې د امریکا او سویلي کوریا عسکري عملیاتو د شمالي کوریا سره د سولې په پرمختګ منفي اغیزې وکړې

972752
د کوریا په ټاپو کې  حالات یو ځل بیا ترینګلي شول

 د شمالي کوریا  ولسمشر کیم جونګ  اون  تیره ورځ  د سویلي کوریا  د ولسمشر سره په لوړه کچه  د سرمشریزې  د لغوه کولو نه وروسته  د ټرمپ سره  د هغه د لیدنې په اړه پوښتنې پیدا شوي دي.

شمالي کوریا  ولسمشر کیم جونګ اون  د امریکا  او سویلي کوریا لخوا  په ګډه د عسکري تطبیقاتو  د پیلولو په غبرګون کې  د سویلي کوریا د ولسمشر سره  پلان کړې  لیدنه لغوه کړه.

شمالي کوریا ولسمشر د امریکا او سویلي کوریا  د ګډو عسکري تطبیقاتو نه  د یو پارونکي  عمل  په توګه یادونه وکړه او سخت غبرګون يي وښود.

د بله پلوه  د امریکا ولسمشر  دونالد ټرمپ  د جون په ۱۲ مه نيټه  د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون سره  د پلان کړې  مخامخ لیدنې  د لغوه کیدو او یا نه کیدو په اړه  د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ټرمپ  ویلي دي چې  تر اوسه پورې  مونږ  ته پدې اړه  کوم خبر ندی راکړ شوی. پدې اړه مو څه ندي اوریدلي دي. دا چې  څه به کیږي  دا به په ګډه  ننداره کړو.

د امریکا ولسمشر ټرمپ  د ازبکستان  د ولسمشر شوکت میرضیایوف سره  په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې نه مخکې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ټرمپ د خبریالانو ددې پوښتنې په ځواب کې چې  ایا  د شمالي کوریا د ولسمشر لخوا د سویلي کوریا د ولسمشر سره  په لوړه کچه  د لیدونو کتنو لغوه کول  به  د جون په ۱۲ مه  له تاسې سره په پلان شوې  لیدنې منفي اغیزې وکړي او که نه؟ داسې وویل ، دا خبره به په ګډون وګورو.

ټرمپ  وویل چې تر اوسه پورې  زمونږ  د لیدنې د لغوه کیدو  په اړه  د شمالي کوریا له لورې مونږ ته  کوم خبر  ندی راکړ شوی .

هغه وویل چې  مونږ  تر اوسه  هیڅ هم  ندي اوریدلي  او لیدلي . په راتلوونکو ورځو کې به  هر څه په ګډه  وګورو.

د یادولو وړ ده چې  د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون  تیره میاشت  د کوریا په ټاپو کې  د سویلي کوریا  د ولسمشر مون جای این سره  د سولې په کور کې مخامخ لیدنه وکړه  او د تل پاتې سولې په خاطر يي  هیلې راژوندۍ کړې وې.

شمالي کوریا  د سویلي کوریا د ولسمشر سره  پلان کړې  په لوړه کچه  لیدنه  تیره ورځ وځنډوله. شمالي کوریا  دا کار  د سویلي کوریا او امریکا لخوا د کوریا په ټاپو کې د ګډو عسکري عملیاتو د پیلولو په غبرګون کې وکړه.

شمالي کوریا  ددې تطبیقاتو کې د ښکاره تحریک امیزه  ګام په توګه یادونه کړې ده .

شمالي کوریا  تیره ورځ  وویل چې  د سویلي کوریا او امریکا لخوا په ګډه پیل شوي عسکري تطبیقاتو پان مون جوم  د اعلامیې سره په ټکر کې  یو ډیر ناوړه اقدام  دی او میدان  ډبول  دي . دا اقدام  د کوریا په ټاپو کې د مثبتو سیاسي  پرمختګونو  پر وړاندې  په ښکاره تحریک امیزه  ګام  دی.

شمالي کوریا  خبری ورکړ که چیرې  حالات په همدې ډول دوام وکړي کیدای شي چې د جون په ۱۲ مه د امریکا د ولسمشر ټرمپ سره په سینګاپور کې  پلان شوې  لیدنه هم  وځنډول شي.



اړوند خبرونه