د امریکا د بهرنیو چارو وزیر شمالي کوریا ته سفر وکړ
د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر مایک پومپیو د ناڅاپي سفر په ترڅ کې شمالي کوریا ته لاړ.
د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر مایک پومپیو د ناڅاپي سفر په ترڅ کې شمالي کوریا ته لاړ.
پومپیو ویلي دي چې په شمالي کوریا کې د زنداني ۳ تنو امریکايي وګړو د ازادولو د مسلې په اړه به د شمالي کوریا د چارواکیو سره خبرې وکړي.
هغه شمالي کوریا ته د سفر پر مهال په الوتکه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
هغه وویل چې په شمالي کوریا کې به د جګپوړو مقاماتو سره وویني.
هغه زیاته کړه چې د شمالی کوریا د چارواکیو سره به نن یو ځل بیا په نوموړي هیواد کې د زنداني ۳ تنو امریکايي وګړو د خوشې کولو په مسلې وغږیږي.
پومپیو وویل « که چیرې زنداني امریکایان خوشې شي دا به د شمالي کوریا لخوا د امریکا پر وړاندې یو ډیر فوق العاده نیک ګام وي. »
هغه ددې پوښتنې په ځواب کې که چیرې شمالي کوریا زنداني امریکايي وګړي خوشې نکړي تاسې به د جګپوړو چارواکیو سره لیدونو ته دوام ورکړۍ او که نه؟ داسې وویل، هیله لرم چې داسې کوم کار ونشي.
د ویلو ده چې نوموړي تیره میاشت هم د یو پټ سفر په ترڅ کې شمالي کوریا ته تللی وو او د کیم جونګ اون سره يي لیدنه کړې وه.
پومپیو دا ځل د بهرنیو چارو وزیر په توګه شمالي کوریا ته ښکاره سفر کوي.
همداشان ټاکل شوې ده چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ د څو اونیو په دننه کې د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون سره مخامخ لیدنه وکړي.