په هندوستان کې د سخت توپان له امله د مړو شمیره ۱۲۵ تنو ته لوړه شوه.
په هندوستان کې د توپان او بارانونو له امله د مړو شمیره مخ په لوړیدو ده.
په هندوستان کې د سخت توپان له امله د مړو شمیره ۱۲۵ تنو ته لوړه شوه.
د هندوستان په شمال کې د راجستان ، اوتار پرادیش او اوتاراخاند په ایالتونو کې زور توپان ۱۲۵ تنه وژلي او په سلګونو تنه يي ټپیان کړي دي.
همداشان د هندوستان د پنجاب ، هاریانا او هیواد په مرکزي ایالتونو کې توپان ډیر زیات کورونه ، ونې او د برښنا ستنې نړولي دي او ګڼ شمیر څاروي هم له منځه وړي دي.
ویل کیږي د زورور توپان سربیره قوي باران او اسماني تندر هم ورسره سم راغورځیږي.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ددې پیښې ډیری قربانیانو د اسماني تندر د غورځیدو په پایله ژوند د لاسه ورکړی دی.
د هندوستان لومړي وزیر مودي د ټویټر له لارې په خپور کړي پیغام کې پدې پیښو کې د وژل شوو کسانو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي دي چې ټولو ته دعا کوي.
هغه ویلي دي چې د هیواد په یو زیات شمیر برخو کې د زورورو توپانونو او قوي بارانونو په پایله کې وژل شوو کسانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوو او ټپیان ته د عاجلې شفا غوښتنه کوو.
مودي ویلي دي چې چارواکیو ته د هغه ایالتونو د حکومتونو سره چې ددې ناورین نه سخت زیانمند شوي دي د همکارۍ او د توپان ځپلو کورنیو سره مرستو امر کړی دی.
د ویلو ده چې د هندوستان په پلازمینه نوې ډیلۍ کې هم د زورور توپان او قوي بارانونو له امله د ژوند چارې د چا خبره د دریدو نقطې ته رارسیدلي دي.
د بله پلوه د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنه ښودل شوې ده .