د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د اټومي پروګرام په اړه ډیره مهمه پریکړه وکړه.
شمالي کوریا اټومي پروګرام او د بالستیک توغنیدو ازمایښتونه وځنډول
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د اټومي پروګرام په اړه ډیره مهمه پریکړه وکړه.
شمالي کوریا ولسمشر د هیواد د اټومي پروګرام او توغندیو د ازموینو د لړۍ د درولو نه خبر ورکړ.
چین د شمالي کوریا د ولسمشر ددې پریکړې نه تود هر کلی وکړ او ملاتړ يي ترینه اعلان کړ.
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون ویلي دي چې دم ګړۍ د اټومي وسلو او بالستیک توغندیو ازمایښت ته اړتیا نشته. هغه د اټومي وسلو او بالستیک توغندیو د د پروګرامونو د ځنډولو نه خبر ورکړ.
شمالي کوریا پوځ به د نن نه په اعتبار سره د اټومي وسلو او بالستیک توغندیو ازمایښتونه ودروي.
د ویلو ده چې د شمالي کوریا پداسې حال کې دا پریکړه وکړه چې تیره ورځ د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي وو « که چیرې د شمالي کوریا د ولسمشر سره مذاکرات بې نتیجې شي په هماغه شیبه کې مذاکرات ودروي او له غونډې نه بهر شي. »
د بله پلوه چین د شمالي کوریا ددې پریکړې نه تود هر کلی وکړ. د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي پوره باور لري چې د کوریا په ټاپو کې موجودې ستونزې به د سیاسي حل لارو څخه حل شي. هغه ویلي دي په د کوریا په ټاپو وزمه کې سوله د نړۍوالې ټولنې ګډه غوښتنه ده.
ویاند زیاته کړې ده چې باور لري چې شمالي کوریا حکومت به د هیواد د اقتصادي پرمختګ او خلکو د ژوند د کچې د لوړولو په برخه کې د هیڅډول فداکارۍ نه دریغ ونکړي. چین د شمالي کوریا سره د سلامشورو او ډیالوګ په برخه کې تل ملاتړ کوي او مرستې ته يي چمتو دی.