په سوریه د هوايي بریدونو په اړه د ټرمپ نوې څرګندونې

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  په سوریه کې د اسد په رژیم  د ترسره شوو  هوايي بریدونو په اړه  تازه  څرګندونې وکړې.

951446
په سوریه د هوايي بریدونو په اړه د ټرمپ  نوې څرګندونې

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  په سوریه کې د اسد په رژیم  د ترسره شوو  هوايي بریدونو په اړه  تازه  څرګندونې وکړې.

دونالد ټرمپ‌ د ټویټر له لارې په کړو نوو څرګندونو کې ویلي‌ دي‌ چې  د تیرې شپې  هوايي  عملیات  په ډیر بریالیتوب سره سرته  ورسیدل. 

ټرمپ  پدې عملیاتو کې  د فرانسې  او انګلستان د مرستې  او ملاتړ  نه  مننه وکړه.

هغه وویل چې  دا عملیات  په ډیر بریالیتوب سره  سرته ورسیدل  چې ددې نه  نور  په ښه توګه  ترسره کیدل يي  ناممکنه ده.

ماموریت  سرته ورسید.

د ویلو ده چې  امریکا متحده ایالتونو د فرانسې او انګلستان سره  په ګډه  تیره  شپه  په سوریه کې د اسد رژیم  اړوند  په ځینو پوځي‌ قرارګاو  او د کیمیايي وسلو په تحقیقاتي‌ مرکزونو  درانده هوايي‌ بریدونه وکړل.



اړوند خبرونه