د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو  ایران  وګواښه.

د اسراییلو او ایران لخوا یو بل ته ګواښونه.

949542
د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو  ایران  وګواښه.

د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو  ایران  وګواښه.

نتنیاهو په ایران غږ کړی دی چې د اسراییلو  قوي اراده  مه امتحانوۍ.

د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو  د تیرې دوشنبې په ورځ  د سوریې د حمص په ښار کې د اسد د پلوي ځواکونو په پوځي هوايي ډګر د ترسره شوي  توغندیز برید  نه وروسته  د یو تن ایراني چارواکي لخوا  اسراییلو ته د ګوتڅنډې په اړه سخت ځواب ووایه.  د ویلو ده چې  روسیې  او اسد رژیم  د نوموړو بریدونو  پړه پر اسراییلو اچولې وه. ایراني چارواکي اسراییلو ته ګواښ کړی وو چې خامخا به ددې برید غچ واخیستل شي.

د اسراییلو لومړي وزیر  بیا  د ایراني چارواکي د ګواښ په ځواب کې وویل « د اسراییلو قوي اراده  مه امتحانوۍ.»

هغه دا څرګندونې  په لویدیځ  بیت المقدس کې  د قتل عام په موزیم کې  په دویمه نړۍواله جګړه کې د وژل شوو  یهودیانو په خاطر  په جوړه شوې ځانګړې غونډه کې وکړې.

هغه  وویل غواړي چې  د اسراییلو سیاست په درې جملو کې  خلاصه کړي.

د برید  په مقابل کې  هجوم  او برید، د ځانه د دفاع  او دښمن د ډارولو په خاطر  برید  او د  هر هغه  چا پر مقابل کې چې  د اسراییلو د لمنځه وړو هڅه کوي  برید کول  .

نتنیاهو د  ایران نه  د اسراییلو او نړۍ لپاره  د ستر ګواښ په توګه یادونه وکړه  او زیاته کړه،« ایراني  چارواکیو ته زما پیغام دادی  : د اسراییلو قوي اراده  مه امتحانوۍ. »



اړوند خبرونه