د ټرمپ د خصوصي مدافع وکیل په دفتر او کور چاپه واچول شوه
د امریکا متحده ایالتونو د فدرال څیړنیز دفتر پولیسو د ولسمشر دونالد ټرمپ د شخصي مدافع وکیل په دفتر او کور چاپه واچوله.
د امریکا متحده ایالتونو د فدرال څیړنیز دفتر پولیسو د ولسمشر دونالد ټرمپ د شخصي مدافع وکیل په دفتر او کور چاپه واچوله.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د ایف بي ای پولیسو په نیویارک کې د ولسمشر ټرمپ د شخصي مدافع وکیل مایکل کوهن دفتر پلټلی او ډیر زیات اسناد يي د ځان وړي دي.
د امریکا د خبري رسنیو د خبر له مخې د ایف بي ای پولیسو د ښاغلي کوهن په دفتر پداسې حال کې ناڅاپي چاپه واچوله چې د پلټنې امر يي د ځان سره درلود.
ایف بي ای پولیسو د کوهن د دفتر نه یو زیات شمیر اسنادو سربیره د ولسمشر ټرمپ او د بربنډو فلمونو د هنرمندې سټارمې دانیلز د پټو اړیکو اړوند سند هم له ځان سره وړي دي.
ویل کیږي دا پلټنې د روسیې سره د ښاغلي ټرمپ د اړیکو د مسلې سره کوم تړاو نلري.
دا پلټنې د هنرمندې سټارمې سره د ولسمشر ټرمپ جنسي اړیکو په تړاو کې ترسره شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د ولسمشر ټرمپ خصوصي د مدافع وکیل مایکل کوهن په ۲۰۱۶ کال کې د بربنډو فلمونو هنرمندې سټارمې ته د ولسمشر ټرمپ سره د جنسي اړیکې د راز د پټ ساتلو په خاطر ۱۳۰ زره امریکايي ډالره ورکړي وو.
ددې راز د افشا کیدو نه وروسته پدې اړه دوسیه جوړه شوه. دواړو خواوو په یو بل باندې متقابل تورونه ولګول. سټارمې د ولسمشر ټرمپ د مدافع وکیل د هغې د بدنامه کولو باندې تورن کړی وو. همداشان مایکل کوهن بیا سټارمې د ولسمشر ټرمپ سره د جنسي اړیکې د راز په بدل کې د لا زیاتو پیسو په شکولو تورونه کړې ده.
د بله پلوه ولسمشر ټرمپ د ایف بي ای پولیسو لخوا د هغه د خصوصي وکیل په کور او دفتر چاپې اچولو په اړه سخت غبرګون وښود.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د سوریې په اړه د غونډې نه مخکې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. هغه د مایکل کوهن د دفتر او کور پلټل یو ډیر زشت او ناخوښې عمل وباله.