چین د امریکا نه په واردونکو توکو مالیه لوړه کړه
چین د امریکا لخوا پیل شوي د اقتصادي جګړې په برخه کې د نوموړي هیواد په مقابل کې لومړنی ګام اوچت کړ.
چین د امریکا لخوا پیل شوي د اقتصادي جګړې په برخه کې د نوموړي هیواد په مقابل کې لومړنی ګام اوچت کړ.
چین د امریکا نه په واردونکو ۱۲۸ قلمو اجناسو مالیه لوړه کړه.
د چین د مالیې وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د امریکا نه په واردونکو ۱۲۸ قلمو اجناسو د نن نه په اعتبار سره مالیه لوړیږي. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې پدې ۱۲۸ قلمو اجناسو ۲۵ سلنه اضافه مالیه لګول شوې ده .
چین ویلي دي چې دا ګام يي د امریکا لخوا په چینايي توکو د مالیې د لوړولو په مقابل کې اوچت کړی دی.
دا د امریکا په مقابل کې بالمثل اقدام دی. چین ویلي دي چې د امریکا لخوا په چینايي توکو د مالیې لوړول په اصل کې د نړۍوال تجارت سازمان د قوانینو او اساساتو سره په ټکر کې یو عمل دی او دا اقدام به د چین او نړۍ اقتصاد ته جدي زیان ورسوي.