په سوریه کې یو تن امریکايي او تن انګلیس سرتیري ژوند د لاسه ورکړ.
په سوریه کې بهرنیو ځواکونو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې
په سوریه کې یو تن امریکايي او تن انګلیس سرتیري ژوند د لاسه ورکړ.
د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې ددوی یو تن سرتیری تیری ورځ په سوریه کې د بم په چاودنه کې ژوند د لاسه ورکړ.
پنټاګون ویلي دي چې تیره ورځ د سوریې په شمال کې ددوی یو تن ۳۶ کلن سرتیري د سړک په غاړه د ځای په ځای شوي ماین په چاودنه کې ژوند د لاسه ورکړ.
پنټاګون ویلي دي چې نوموړی سرتیری چې ۳۶ کلن وو او د تکزاس د ایالت اوسیدونکی دی.
پیښه د سوریې په شمال کې د منبیج په سیمه کې رامنځته شوې وه. پدې پيښه کې یو تن انګلیس سرتیري هم ژوند د لاسه ورکړی وو او پنځه تنه نور بهرني سرتیري ټپیان شوي وو.
ویل کیږی نوموړو د ترکیې پولې ته نږدې د سوریې د منبیج په سیمه کې د ماین په چاودنه کې ژوند د لاسه ورکړی دی.
د انګلستان د دفاع وزارت هم د خپل یو تن سرتیري د وژل کیدو د خبر پخلی کړی دی او ویلي دي چې دا سرتیری د داعش پر خلاف ترهګرې ډلې پر خلاف په عملیاتو کې ژوند د لاسه ورکړی دی .
اړوند خبرونه
د ملګروملتونو د امنیت شورا په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب پر مسودې رای اچونه کوي.
فلسطین یو ځل بیا د ملګروملتونو سازمان د بشپړ غړیتوب غوښتنه وکړه