چین ته  د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون  د غیري رسمي سفر پخلی وشو.

د شمالي کوریا ولسمشر د چین د ولسمشر سره په بیجینګ کې لیدنه وکړه

938898
چین ته  د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون  د غیري رسمي سفر پخلی وشو.

چین ته  د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون  د غیري رسمي سفر پخلی وشو.

چین  اعلان وکړ چې د شمالي کوریا  ولسمشر کیم جونګ اون  د ولسمشر شي جین پینګ  په بلنه   د مارچ په ۲۵ مه  نیټه  د ۳ ورځني سفر په چوکاټ کې  پلازمینې بیجینګ ته راغلی دی.

د چین مقاماتو ویلي دي چې  د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ  اون چې د غیرې رسمي سفر په ترڅ کې  چین ته راغلی دی  دلته د خپلو لیدونو کتنو په چوکاټ کې د چین د کمونیست ګوند مشر او ولسمشر شي جین پینګ سره  ولیدل.

چین ته د شمالي کوریا د ولسمشر سفر پداسې حال کې ترسره کیږي چې  ټاکل شوې ده  د اپریل د میاشتې په وروستیو کې د سویلي کوریا  د ولسمشر  او د  مې په میاشت کې بیا  د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ سره  مخامخ لیدنې وکړي.

چینايي مقاماتو  پدې اړه ویلي دي چې د شمالي کوریا ولسمشر  د سویلي کوریا او امریکا د ولسمشرانو سره د لیدنې او غونډو په اړه  د چین سره  خبرې کړي دي.

د چین د شینهوا خبري اژانس ویلي دي چې  کیم جونګ اون د خپل چینايي سیال سره په لیدنه کې  ددې خبرې په ټینګار ویلي دي  کیدای شي چې د کوریا ټاپو وزمه  د اټومي وسلو نه د پاکولو په اړه نظریې واوري.

که چیرې  سویلي کوریا او امریکا ښه نیت ښکاره کړي  او زمونږ  سوله ایزو هڅو ته  مثبت ځواب ووايي او سولې په خاطر هلې ځلې وکړي  مونږ هم  ترینه ملاتړ کوو.

هغه ویلي دي چې  د سویلي کوریا  او امریکا  متحده ایالتونو د مشرانو سره  لیدنې  او مذاکراتو ته  چمتو  دی.

هغه ویلي دي که چیرې  سویلي کوریا او امریکا  زمونږ  ښه نیت  او د سولې په اړه هلو ځلو ته  د ښه نیت او سولې سره  ځواب ووايي  او پدې برخه کې مرسته وکړي  د کوریا په ټاپو وزمه کې به  د اټومي  وسلو مسله  حل کړي.

د یادولو وړ ده چې  تیره ورځ  د سویلي کوریا  او جاپان  خبري رسنیو  ویلي وو چې د شمالي کوریا نه  یو ریل ګاډی  د ډیرو کلکو امنیتي تدابیرو په چوکاټ کې  د چین پلازمینې بیجینګ ته  رسیدلی دی.

جاپان خبري رسنیو ویلي وو  چې ګمان کوي  پدې ریل ګاډي کې د شمالي کوریا  ولسمشر چین ته سفر کړی وي.



اړوند خبرونه