په لویدیځ کې د روسیې پر خلاف غبرګونونه په ډیریدو دي

د امریکا ، کاناډا  ، اوکراین  او د اروپايي ټولنې د ۱۴ غړیو  هیوادونو نه وروسته  استرالیا هم  د  دوو تنو  روسي ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه.

938156
په لویدیځ کې د روسیې پر خلاف غبرګونونه په ډیریدو  دي

  د امریکا ، کاناډا  ، اوکراین  او د اروپايي ټولنې د ۱۴ غړیو  هیوادونو نه وروسته  استرالیا هم  د  دوو تنو  روسي ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه.

د استرالیا  لومړي وزیر مالکولم تورن بول وویل چې  د هیواد نه يي د دوو تنو روسي ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه کړې ده . هغه ویلي دي چې نوموړو ډیپلوماټانو ته يي د استرالیا د خاورې نه د وتو په خاطر  ۷ ورځې  مهلت  ټاکلی دی.

د استرالیا لومړي وزیر د بهرنیو چارو د وزیر سره په ګډه خبري غونده کې په انګلستان کې د کیمیايي زهرجنو موادو سره  د وژل شوي  روس جاسوس او د هغه د لور په اړه پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل چې  په انګلستان کې  په روس جاسوس او د هغه پر لور د کیمیايي زهرجنو موادو سره  برید او د هغوې  وژل په اصل کې  د انګلستان د حاکمیت پر حقونو ښار  او مخامخ  برید دی.

هغه زیاته کړه چې  د هیواد نه د روسي ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه  د خپلو متفقو هیوادونو سره  د همغږۍ او همنظرۍ  ښودل  دي.

هغه د روسیې د سایبریا په سیمه کې  په سوداګریز  مرکز کې د اورلګیدنې په پایله کې  د رامنځته شوې  سترې فاجعې له امله  د تسلیت مراتب  وړاندې کړل  او وویل چې  د روسي ډیپلوماټانو د شړولو  پریکړه  د روسیې د خلکو پر خلاف نه بلکې د حکومت پر خلاف  غبرګون  دی.

هغه وویل  که چیرې یو حکومت  د یو بل هیواد د پولو په دننه کې  په یو چا د کیمیايي زهرجنو موادو  برید کوي  دا  د زغملو وړ خبره نده. دا ډیره د حیرانتیا وړ خبره ده.

د یادولو وړ ده چې  انګلستان  پدې هیواد کې د روسیې په پخواني  جاسوس  او د هغه پر لور  د زهرجنو کیمیايي موادو برید  پړه پر روسیې اچوي.

انګلستان  د نوموړي  برید په غبرګونون کې  تیره اوونۍ  د ۲۳ تنو روسي ډیپلوماټانو د شړولو  پریکړه وکړه.

د بله پلوه  تیره ورځ  د اروپايي ټولنې د شورا ریس دونالد توسک  وویل چې  ۱۴ اروپايي هیوادونو  د روسي ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه کړې ده .

همداشان امریکا  هم  په ورته یو اقدام کې  د ۶۰ تنو روس ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.

امریکا  د سیاټل  په ښار کې د روسیې د جنرال قونسلګرۍ  د تړولو  او ددې قونسلګرۍ د ټولو  ډيپلوماټانو د شړولو  پریکړه وکړه. امریکا روسیې ډیپلوماټانو ته د وتو په خاطر  ۷ورځې مهلت ورکړی دی.



اړوند خبرونه