په روسیه کې په سوداګریز مرکز کې اورلګیدنې قتل عام رامنځته کړ
روسیې د سایبریا سیمې د کمروف په ښار کې په یو لوی تجارتي مرکز کې د اورلګیدنې له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د روسیې د سایبریا سیمې د کمروف په ښار کې په یو لوی تجارتي مرکز کې د اورلګیدنې له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړ.
روسي مقاماتو ویلي دي چې پدې پيښه کې د مړو شمیره ۶۴ تنو لوړه شوې ده .
په پيښه کې د لسګونو تنو د ټپي کیدو او لا درکه کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې پیښه تیره شپه رامنځته شوه.
د سایبریا د کمروف په ښار کې د زیمنایا ویشنیا د سوداګریز مرکز په اخري منزل کې د سینماګانو او ماشومانو د لوبو د سامانونو په پوړ کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده.
ویل کیږي د پيښې قربانیان هم ډیری ماشومان دي. د کمروف ښار د اور وژنې ادارې ویلي دي چې پدې پیښه کې تر اوسه پورې ۶۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او نږدې ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
یادې شوې اداري ویلي دي چي ۱۶ تنه لا درکه دي. لا درکه شوي کسان هم ټول ماشومان دي.
د بله پلوه د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي دي چې پدې پيښه کې تر اوسه پورې ۶۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی چې ګن شمیر يي ماشومان دي. ۱۶ تنه لا درکه شوي دي چې د موندولو او ژوندي ژغورلو چانس يی د هرې شیبې په تیریدو سره مخ په کمیدو دی.
عینې شاهدانو ویلي دي چې اورلګیدنه د ماشومانو د لوبو په سیمه کې د برښنا د شارټۍ له کبله رامنځته شوې ده .
عینې شاهدانو ویلي دي چې د اورلګیدنې د رامنځته کیدو نه وروسته سمدلاسه د خلکو نه وار خطا شول. همداشان عیني شاهدانو ویلي دي چې د ارولګیدنې د رامنځته کیدو نه وروسته د تجاري مرکز مسئولانو د خطر کوم زنګ او یا خلکو ته خبرداری ورنکړ هړ سړي په خپله وسله د یاد شوي مرکز نه د وتو هڅه کوله. حتا ځینو کسانو ځانونه د کړکیو له لارې بهر ته ګوزار کړل.
پيښه د یکشنبې د رخصتۍ په ورځ هله رامنځته شوه چې په سلګونو تنه د ماشومانو سره یاد شوي مرکز ته تللي وو.
د اور وژنې چارې تر ډیره حده سرته رسیدلي دي. د لا درکه شوو کسانو د موندولو په خاطر هلې ځلې دوام لري.