امریکا د چین سره په غیرې مستقیمه توګه اقتصادي جګړه پیل کړه

ولسمشر ټرمپ په امریکا کې په چینیايي توکو مالیه لوړه کړه

935757
امریکا د چین سره په غیرې مستقیمه توګه اقتصادي جګړه پیل کړه

امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  د نوي تقنیني فرمان په صادرولو سره  په هیواد کې په چینیايي  توکو  مالیه  لوړه کړه. ترمپ  ددې اقدام  سره  د چین پر خلاف رسمآ  د تجاري جګړې اعلان وکړ.

چین  د امریکا ددې اقدام  په مقابل کې سخت غبرګون وښود.

د ولسمشر ټرمپ لخوا  په امریکا کې د چین په تجاري اموالو د مالیې د لوړولو اړوند د فرمان د لاسلیکولو نه وروسته  د چین د سوداګرۍ وزارت  د خبرپاڼې په خپرولو سره  د سخت غبرګون وښود.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  ولسمشر ټرمپ  د نوموړي فرمان په صادرولو سره  په چینیايي  توکو  نږدې ۶۰ میلیارده ډالره  اضافه مالیه  او په سرمایه ګذارۍ  باندې  محدودیتونه  لګولي دي. دا  یو پلوی  اقدام  دی.

په خبرپاڼه ویل شوي دي چې  د ټرمپ  دا فرمان  د چین سربیره د نړۍ ګټو ته هم  ګوزار دی. د چین حکومت  ددې اقدام په مقابل کې د خپلو مشروع ګټو نه دفاع په خاطر  هر ډول تیاري  نیولي ده  او لاس په زنه نه کیني.

په خبرپاڼه کې په امریکا غږ شوی دی چې  چین د تجاري جګړې پلوي نه کوي خو  او د داسې  یو جګړې نه ډار هم  نلري. چین  هر ډول  جګړې ته  په خپل  وخت سره  د ځواب ورکولو  توان او قابلیت لري.

په خبرپاڼه کې په امریکا غږ شوی دی چې  تجاري جګړې نه لاس واخلي  او د دواړو هیوادونو اړیکو ته  دې د زیان رسولو نه ډډه وکړي. د واشنګټن باید  د چین او امریکا  موجودو اړیکو ته  د هر  ډول  زیان رسولو نه ډده وکړي  او د مذاکراتو له لارې  موجودو ستونزو ته  د حل لار ولټوي.

د چین د سوداګرۍ وزارت ویلي دي چې  امریکا د چین نه په واردونکو  توکو  د میلیاردونو  ډالرو اضافه مالیې د لګولو په مقابل کې  چین هم  د امریکا نه په واردونکو  ۱۲۸ قلمه  توکو  د اضافه  مالیې لګولو لپاره پلان  جوړ کړی دی.

چین ویلي دي چې  دوی به په امریکايي توکو  په دوو پړاونو کې  مالیه لوړه کړي.

په لومړني پړاو کې به د وچې او تازه میوې  او شرابو په ګډون په ۱۲۰ قلمه  توکو  ۱۵ سلنه  مالیه لوړه کړي.

همداشان په دویم  پړاو کې به د خوږ د غوښې او المونیم  په ګډون  په ۸ فلمه  توکو ۲۵ سلنه مالیه لوړه کړي.



اړوند خبرونه