د حجاب په اړه د سعودي وليعهد تاريخي څرګندونې!

د سعودي عربستان وليهعد محمد بن سلمان چې اوسمهال د امريكا د متحدو ايالتونو نه په رسمي ليدنې بوخت دى، د سعودي ښځو د حجاب په اړه مهمې څرګندونې وكړې.

933200
د حجاب په اړه د سعودي وليعهد تاريخي څرګندونې!

 

د سعودي عربستان وليهعد محمد بن سلمان چې اوسمهال د امريكا د متحدو ايالتونو نه په رسمي ليدنې بوخت دى، د سعودي ښځو د حجاب په اړه مهمې څرګندونې وكړې.

محمد بن سلمان وويل چې سعودي ښځې مجبورې نه دي چې تور حجابونه واغوندي. د نوموړي په وينا كه چېرې د سعودي عربستان ښځې د `` ادب او درناوي`` په چوكاټ كې لباس واغوندي نو ضرور نه ده چې تور حجاب په سر كړي.

محمد بن سلمان دا څرګندونې په داسې حال كې كوي چې په ټاكل شوې ده په واشنګټن كې ددې هېواد د ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره ليدنه وكړي.

بن سلمان د امريكا د سي بي اېس د ټلويزيوني كانال سره په مركه كې وويل چې `` شرعي قوانين د ښځو او نرانو لپاره صريح دي. ښځې بايد مناسب لباس واغوندي. دا پدې معنى نه ده چې حتماً بايد تور حجاب واغوندي. ښځې پخپله پوهيږي چې څه ډول مناسب لباس واغوندي.``

تر اوسه پورې دا لا معلومه نه ده چې سعودي رسمي مقامات به د ښځو د لباسونو په اړه نوې تګلاره غوره كوي او كه نه؟



اړوند خبرونه