ښځې "ناقص العقله" دي!

د ښځو په اړه د يو تن نامتو يهودي ديني عالم څرګندونو غبرګونونه راپارولي دي.

930767
ښځې "ناقص العقله" دي!

 

 

د اېلي سادان په نامه يو تن نامتو يهودي ديني عالم په يوې ويډيو كې څرګنده كړه چې ښځې كه څه هم زده كړې يې كړي وي، `` نيمايي`` او `` ناقص العقله`` مخلوقات دي.

نامتو يهودي ديني چې په اصل كې د هنګري اوسېدونكى دى. عالم څلور كاله وړاندې د ديني تدريس پر مهال خپلو زده كوونكي ته ويلي دي چې باسواده او پوهې ښځې ناقص العقله دي او د ښځو زده كړه هم جرم دى.

د نوموړي په وينا د ښځو زده كړه د فيمنيزم ګناه ده. د نوموړي په وينا `` د ښځو آزادي، له مېړه سره بې باكي او اقتصادي خپلواكي ددې سبب كيږي چې د نوموړې د موروالۍ قابليت د صفر سره ضرب شي.``

په هغې ويډيو كې چې د Channel 10 په نامه د يو ټلويزيوني كانال لخوا خپره شوې ده، سادان وايي ښځې بايد د سړيو محتاجې وي. د همدې امله بايد له ماشومتوبه داسې زده كړې ونكړل شي چې دوى اقتصادي خپلواكۍ ته تشويقې كړي. كه چېرې اقتصادي خپلواكي ترلاسه كړي نو تر واده وروسته نشي كولاى چې خپل كور سمبال كړي.



اړوند خبرونه