دونالد ټرمپ  یو ځل بیا   سخت غبرګونونه وپارول.

ټرمپ چې بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه په رسمیت پیژندلی غواړي چې دا ځل په بیت المقدس کې امریکا د سفارت په مراسمو کې هم ګډون وکړي

923410
دونالد ټرمپ  یو ځل بیا   سخت غبرګونونه وپارول.

د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  وویلي دي کیدای شي  چې  په بیت المقدس کې  د امریکا د سفارت  د پرانیستو په مراسمو کې ګډون  وکړي.

دونالد ټرمپ  یو ځل بیا   سخت غبرګونونه وپارول.

ټرمپ  په واشنګټن کې  د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره  د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونده کې ګډون  وکړ.

ټرمپ  د امریکا لخوا بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه د په رسمیت پيژندو  او د امریکا سفارت د تل ابیب نه بیت المقدس ته  د انتقالولو په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل چې  تر ننه پورې  د امریکا تیرو ولسمشرانو به  یواځې  د لسمشرۍ د ټاکنو په کمپاینونو کې  پدې اړه  ژمنې کولې  خو  مونږ  خپله ژمنه عملي کړه او پدې اړه مو  ګام اوچت کړ.

ټرمپ  وویل  که چیرې  فرصت  پیدا کړم  په بیت المقدس کې د امریکا  د سفارت د پرانیستو په مراسمو کې به هم ګډون وکړم.

ټرمپ  د منځني ختيځ د سولې  د بهیر په اړه  وویل چې « د بیت المقدس مسلې د سولې د بهیر پر وړانډې  خنډ جوړ کړی وو او مونږ  دا خنډ  لرې کړ. »

هغه وویل چې د سولې په اړه  د اسراییل او فلسطین سره  د تماس په حال کې دي.

د اسراییلو لومړي وزیر نتیاهو  خپله  وینا  د امریکا لخوا د بیت المقدس د په رسمیت پیژندو له امله  په مننې سره  پیل کړه او وویل چې اسرایلیان  به  د امریکا دا اقدام  هیڅکله هم  هیر نکړي. هغه وویل  ټرمپ  هغه  ژمنې چې د نورو ولسمشرانو لخوا هم  شوې وې  پر ځای کړې. د بیت المقدس په اړه د امریکا پریکړه تاریخي پریکړه ده او اسرایلیان به  د تاریخ په اوږدو کې  دا پریکړه  هیره نکړي.

د یادولو وړ ده چې  د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  د ۲۰۱۷ میلادي کال د دسمبر په شپږمه نیټه  بیت المقدس د اسراییلو د په پلازمینې په توګه په رسمیت وپيژند  او بهرنیو چارو وزارت ته  د امریکا سفارت د تل ابیب نه  بیت المقدس ته د انتقالولو  هدایت ورکړ.

د ټرمپ  دې پریکړې  د اسلامي نړۍ سربیره  د ټولې نړۍ سخت غبرګون وپارو  . نړۍوالې ټولنې  وویل چې د ټرمپ  دا پریکړه به  د اسراییلو او فلسطین ترمنځه  روانه کشاله  لا پسې  اوږده  کړي. ددې ستونزې حل به ناممکنه کړي.

د یادولو وړ ده  چې  اسراییلو  د ۱۹۶۷ کال د جون په پنځمه نيته  ختیځ بیت المقدس اشغال کړ. اسراییلو  په ۱۹۸۰ کال کې  ختیځ او لویدیځ بیت المقدس  د پلازمینې په توګه اعلان کړ. همداشان  په همدې کال کې بیا د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۴۷۸ شمیرې  پریکړې سره  د اسراییلو لخوا د ختيځ او لویدیځ بیت المقدس  د پلازمینې په توګه د اعلانولو  پریکړه رد کړه.

د ملګروملتونو د امنیت شورا  ددې پریکړې په چوکاټ کې د امریکا په ګډون  نړۍواله ټولنه  ختیځ بیت المقدس  د اشغال لاندې د سیمې په توګه  منلې ده. د همدې امله  ټول هغه هیوادونه چې اسراییل په رسمیت پیژني  په تل ابیب کې سفارت خانې جوړې کړي دي. هیڅ هیواد تر اوسه پورې په ختیځ یا لویديځ بیت المقدس کې  د سفارتخانې د جوړولو هڅه او اقدام ندی کړی  ځکه چې دا سیمه  د اشغال لاندې  سیمه ده.

خو امریکا  د ملګروملتونو د امنیت شورا پریکړې د خپو لاندې کړه او بیت المقدس يي د اسراییلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپیژنده.



اړوند خبرونه