په نږدې راتلوونکې کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار له دندې نه د ګوښه کولو ادعا شوې ده
د امریکا معتبر خبري کانال ادعا کړې چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مک ماستر د څو میاشتو په دننه کې له دندې ګوښه کیږي.
د امریکا معتبر خبري کانال ادعا کړې چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مک ماستر د څو میاشتو په دننه کې له دندې ګوښه کیږي.
د امریکا د ان بي سي تلویزیون دا ادعا په سپینه ماڼۍ کې د یوې سرچینې له قوله چې دا بهیر د نږدې نه تعقیبوي کړې ده .
ان بي سي تلویزیون پدې اړه په خپور کړي خبر کې ادعا کړې چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مک ماستر به د څو میاشتو په دننه کې له دندې ګوښه او پر ځای به يي د موټرو د سکتور د نامتو څیرو نه ستیفن بیګن د ملي امنیت د سلاکار په توګه په دنده وګمارل شي.
د ویلو ده چې ستیفن بیګن اوس مهال د فورد موتور د کمپنۍ د نړۍوالو حکومتونو سره د اړیکو د مشر مرستیال په توګه دنده ترسره کوي.
ان بي اس ویلي دي چې ددې بهیر مشري د ولسمشر ټرمپ د دفتر ریس جان کیلي او د دفاع وزیر جیم متیس کوي. یاد شوي تلویزیون ویلي دي چې پدې وروستیو کې د ولسمشر ټرمپ او مک ماستر ترمنځه ځینې فکري اختلافات هم رامنځته شوي دي.
د امریکا د ملي امنیت شورا بیا دا ادعا په کلکه توګه رد کړې ده .
د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت د شورا ویاند مایکل انتون ویلي دي چې څو شیبې مخکې مې د ولسمشر ټرمپ او ملي امنیت سلاکار مک ماستر سره ولیدل . ولسمشر ټرمپ ددې خبرې په ټینګار وویل چې دا ادعا په کامله توګه حقیقت نلري او د مک ماستر د کار نه ډیر راضي دی.
هغه ویلي دي چې ددینه وړاندې هم د ولسمشر ټرمپ او مک ماستر ترمنځه د اختلافاتو د رامنځته کیدو اړوند ځینې خبرونه خپاره شوي وو.
د یادولو وړ ده چې مک ماستر د ۲۰۱۷ کال د فبروري په شلمه نیټه وروسته د هغه د ملي امنیت د سلاکار په توګه په دنده وګمارل شو چې د ولسمشر ټرمپ لومړي د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین د روسیې سره د اړیکو له امله له دندې استعفا وکړه.