ټرمپ د قطر د امیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې

امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې.

920624
ټرمپ د قطر د امیر سره  ټیلیفوني خبرې وکړې

امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې.

سپینې ماڼۍ  ویلي دي چې  دواړو مشرانو  د دوه اړخیزو اړیکو سربیره  په سیمه ایزو مسلو  او همکاریو  خبرې وکړې.

ولسمشر ټرمپ  پدې ټیلیفوني خبرو کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  د خلیج د همکاریو د شورا ټولو غړیو هیوادونو  ایران ته  په سیمه کې  د بې استقرارۍ او ترهګریزو فعالیتونو  په خاطر  ډیر ښه ځواب کړې دی. هغه  پدې برخه کې  د قطر  د امیر شیخ تمیم نه هم  مننه کړې ده .

ټرمپ  ویلي دي چې  د خلیج همکاریو شورا  د سیمه ایزو تهدیدونو د لمنځه وړو په برخه کې  ډیر مهم  رول  لوبولی دی  او رغنده  رول په غاړه لري.

ټرمپ  د قطر د امیر  نه مخکې  د سعودي عربستان  د ولیعهد شهزاده  محمد بن سلمان او متحده عربي اماراتو  د ولیعهد  شهزاده  محمد بن زید سره  د ټيلیفون په کرښه خبرې کړې وې.



اړوند خبرونه