پوتين: داسې توغندى لرو چې د نړۍ هر ګوډ ويشتلى شي.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ملت ته په خپله كلنۍ غونډه كې چې د مارچ په ۱۸مه نېټه په روسيه كې د ټاكنو نه وړاندې ترسره كيږي، د خپل ټاكنيز كمپاين په اړه معلومات وركړل.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ملت ته په خپله كلنۍ غونډه كې چې د مارچ په ۱۸مه نېټه په روسيه كې د ټاكنو نه وړاندې ترسره كيږي، د خپل ټاكنيز كمپاين په اړه معلومات وركړل.
پوتين څرګنده كړه چې د داسې توغندي په جوړولو بريالي شوي دي چې د نړۍ په هر ګوډ كې هدف ويشتلى شي.
پوتين څرګنده كړه چې په پام كې لري چې په راتلونكو ۶ كلونو كې په هېواد كې د بېوزلۍ كچه تر نيمايي راټيټه كړي. د نوموړي په وينا په ۲۰۰۰م كال كې په ټول هېواد كې ۴۲ ميليونه بيوزله كسان اوسېدل چې اوسمهال دا شمېره ۲۰ ميليونو ته راټيټه شوې ده. پوتين زياته كړه چې د بېوزلۍ سره د مبارزې په موخه بايد لګښتونه دوه برابره شي. پدې ډول شاوخوا ۴۰۰ ميليارده ډالره پېسې ولګول شي.
پوتين د نظامي صنايعو په اړه وويل چې روسي پوهانو داسې توغندى جوړ كړى دى چې د نړۍ په هر ګوډ كې هدف ويشتلى شي. دا توغندى په آسانۍ سره د هوايي دفاعي سيستم لخوا نشي تثبيدلى. دا توغندى كولاى شي چې له ځانه سره اټومي سرګلوله هم انتقال كړي.