د سپینې ماڼۍ  مهم  چارواکې  له دندې  استعفا وکړه.

د ولسمشر ټرمپ ډیرې نږدې مرستیالې له دندې استعفا وکړه

920324
د سپینې ماڼۍ  مهم  چارواکې  له دندې  استعفا وکړه.

د سپینې ماڼۍ  مهم  چارواکې  له دندې  استعفا وکړه.

د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ   ته  نږدې  او د سپینې ماڼۍ  د اړیکو  مشرې  هوپ هیکس  له خپلې دندې استعفا ورکړه.

هوپ  هیک  په لیکلې بڼه په څرګندونو کې ویلي دي چې  « ولسمشر ټرمپ ته  د مننې د اظهار په خاطر  کلمه  نشم موندلی. »

سپینې  ماڼۍ  لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې  د هوپ  هیکس  نه  د ترسره کړو  خدماتو له امله  مننه شوې ده . سپینې ماڼۍ  د هغه  د استعفا  لامل  ندی  ښودلی .

همداشان  د امریکا ولسمشر ټرمپ  هم  په لیکلې بڼه په کړو څرګندونو کې  د هیکس نه مننه کړې او ویلی دي چې تر ننه پورې  په ډیره  ښه توګه خپله دنده  ترسره کړې ده .

د ویلو ده چې  هوپ هیکس  د تیرو دریو کلونو راهیسې په یو زیات شمیر برخو کې  د ولسمشر ټرمپ سره  نږدې کار کولو. حتا  ځینو به  د هغه نه  د ولسمشر ټرمپ  د مرستیالې په توګه یادونه کوله.

میرمن  هوپ  هیکس  ویلي دي چې  تر هغه به  دندې ته  دوام  ورکړي تر څو بل کس د هغه په ځای په دنده وګمارل شي.

د ویلو ده چې   وړمه  ورځ  د امریکا د مشرانو جرګې د استخباراتو  کمیټې د ۲۹  کلنې هوپ هیکس  د روسیې په اړه د څیرونو په ترڅ کې  ۸ ساعته  تحقیقات وکړل.

ویل کیږي  کیدای شي چې  د  ددینه وروسته هم  ترینه تحقیقات  وشي.

 



اړوند خبرونه