روسیه غواړي چې د پاکستان په مسله کې امریکا تر فشار لاندې راولي.
روسیه غواړي چې د پاکستان سره روابط قوي کړي
روسیه غواړي چې د پاکستان په مسله کې امریکا تر فشار لاندې راولي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل چې د سیمې د امنیت په خاطر به د پاکستان سره عسکري تطبیقاتو ته دوام ورکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف د پاکستاني سیال محمد اصف سره لیدنه وکړه.
د لیدنې نه وروسته دواړو په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر خبري غونډې ته وویل چې « لکه څرنګه چې پوهیږۍ داعش ترهګرې ډلې د افغانستان په ختیځ او شمالي ولایتونو کې فعالیتونه پیل کړي او ځای په ځای شوي دي. پدې ولایتونو کې د داعش موجودیت یو ډير ستر خطر دی. پدې پور باور لرو چې افغانستان به روسیې ته د ترهګرو تګ راتګ ته هیڅوخت اجازه ورنکړي. »
هغه زیاته کړه چې هیواد يي مجبور دی چې د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې په خاطر په غرنیزو سیمو کې د پاکستان سره عسکري تطبیقاتو ته دوام ورکړي.
لاوروف ددې خبرې په ټینګار وویل چې په افغانستان کې د امریکا عسکري موجودیت دې هیواد هیڅوخت سوله راوستی نشي.
هغه وویل چې نن ورځ د افغانستان په ختیځو او شمالي ولایتونو کې د داعش ترهګرې ډلې پدې اندازه قوي کیدو او ددې هیواد امنیت خرابیدو، د ترهګریزو فعالیتونو د کچې لوړیدو او د نشه يي توکو قاچاق مونږ ټول اندیښمن کړي وو.
لاوروف وویل له بده مرغه چې غواړم چې ووایم امریکا او ناټو د اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې دي خو تر اوسه پورې افغانانو ته د سولې په راوستو کې پاتې راغلي دي. د سولې په ټینګښت کې ناکام شوي دي. د استقرار په ټینګښت کې ناکام شوي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د داعش او یا نورو مخالفو ډلو تر کنټرول لاندې په سیمو کې د نامعلومو چورلکو د الوتنو په اړه هم د معلوماتو غوښتنه وکړه. هغه وویل چې پدې سیمو کې وخت نا وخته د نامعلومو چورلکو لخوا الوتنې کیږي چې مونږ پدې اړه د معلوماتو غوښتنه کړې خو هیچا مونږ ته ځواب ندی راکړی.
هغه وویل چې امریکا باید ددې چورلکو په اړه ځواب ووايي.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.