په روسیه کې د برید مسئولیت داعش په غاړه واخیست

د روسیې د داغستان په سیمه کې په ملکي وګړو خونړی برید وشو

913008
په روسیه کې د برید مسئولیت داعش په غاړه واخیست

د روسیې په داغستان په ملکي وګړو  د خونړي برید مسئولیت  داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست.

د ویلو ده چې  تیره ورځ  د روسیې  اړوند  د داغستان  د کیزلار د ښار په مرکز کې  یو تن  د ماسلینیسته په نامه  د کولتوري  اختر  په لمانځونکو  ډزې وکړې.

پدې برید کې  ۴ تنه  مړه  او ۴ تنه نور ټپیان شول.

همداشان  برید کوونکی  د پولیسو لخوا ووژل شو.

ویل کیږي  برید کوونکی  چې ۳۳ کلن وو  د همدې سیمې  اوسیدونکی  وو.

د بله پلوه  داعش ترهګرې ډلې ته نږدې  ویبپاڼې  د داعش له قوله د پیغام په خپرولو سره  د برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

داعش ویلي دي چې برید ددوې لخوا شوی دی.



اړوند خبرونه