په امریکا کې په یو ښوونځي د وسله وال برید سره قتل عام وشو.
په امریکا کې په ښوونځي وسله وال برید وشو
په امریکا کې په یو ښوونځي د وسله وال برید سره قتل عام وشو.
د امریکا متحده ایالتونو د فلوریدا ایالت د پارکلنډ په ښار کې په یوې لیسې د وسله وال برید له امله لږ تر لږه ۱۷ تنه زده کوونکي مړه او تر لسو ډیر ټپیان شوي دي.
برید د یو تن ۱۹ کلن ځوان لخوا شوی دی چې پولیسو نیولی دی. د ښوونځي چارواکیو ویلي دي چې برید کوونکی د ناسم چلند له امله د ښوونځي نه اخراج شوی وو.
پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی د نوموړي ښوونځی پخوانی زده کوونکی ۱۹ کلن نیکولاس کروز دی. د هغه په اړه تحقیقات دوام لري. پولیسو ویلي دي چې د برید کوونکي سره یو ټوپک او څو قطۍ مرمۍ نیولي دي.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ دا برید په کلکو ټکو وغنده او د پیښې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کړ.
هغه د خپل ټویټر حساب له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي « هیڅ کوم زده کوونکی، ښوونکی او بل څوک باید د امریکا په ښوونځیو کې ځان ناامنه احساس نکړي. »
د بله پلوه دې برید یو ځل بیا په امریکا کې په ازادو بازارونو کې د وسلو د پلور او پیر په اړه جنجالونه پيل کړي دي.
د امریکا د مشرانو د جرګې ډیموکراټ غړي اما بیل نیلسن ویلي دي چې امریکا به تر هغه وخته داسو او ورته پيښو شاهدي کوي تر څو چې په بازارونو کې د وسلو په خرڅلاو بندیز ولګوي. هغه وخت به ددې پيښو مخه ونیول شي چې د امریکا خلک په یو غږ ووايي چې بس دی.
د ویلو ده چې برید کوونکي لومړی د ښوونځي د اوبو په مغزن برید کړی تر څو زده کوونکي دهلیزونو ته ننوځي.
د بله پلوه د سیمې د پولیسو یو تن چارواکي ویلي دي چې برید خونړي برید کې ۱۷ تنه مړه او ۱۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.