د پې كا كا/ كا جې كا او پي واى ډي/ واى پي ډي ترمېنځ په اړيكو اعتراف

د پې كا كا/ كا جې كا او پي واى ډي/ واى پي ډي ترمېنځ د اړيكو په اړه د ځينو هېوادونو د څرګندونو لنډيز

911368
د پې كا كا/ كا جې كا او پي واى ډي/ واى پي ډي ترمېنځ په اړيكو اعتراف

 

 

د يو زيات شمېر هېوادونو استخباراتو او رسمي مقاماتو دا په ډاګه كړې ده چې په سوريه كې د پي واى ډي/ واى پي جي ترهګره ډله د پې كا كا / كاجې كا د ترهګرې ډلې يوه فعاله څانګه ده. د دواړو جوړښتونو ترمېنځ فعالې اړيكې د اړوندو هېوادونو په استخاراتي راپورونو كې راغلي دي. پدې لړ كې په سوريه كې د پې كا كا / كا جې كا او پي واى ډي/ واى پي جي د ترهګرو ډلو ترمېنځ اړيكو په اړه د ځينو هېوادونو د رسمي مقاماتو څرګندونې په لاندې ډول دي:

۱-  د امريكا متحده ايالتونه : د امريكا د متحدو ايالتونو د هېواد د مركزي استخباراتو د ادارې سي آى ايې په رسمي پاڼه كې چې په سوريه كې د پي واى ډي سره وسله والې مرستې هم كوي، راغلي دي چې پي واى ډي/ واى پي جي په سوريه كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې څانګې دي. پدې وېبپاڼه كې د هېوادونو په اړه د څېړنو په برخه كې د پي واى ډي/ واى پي جي د ډلو په اړه `` د بهرنيو سرچينو پر مټ فعاليت كوونكې ترهګرې ډلې`` عبارت راغلى دى. سربېره پر دې د پي واى ډي د پخواني مشر صالح مسلم په اړه راغلي دي چې نوموړى په سوريه كې د پې كا كا د ډلې استازى دى. ددې ترڅنګ د امريكا د متحدو ايالتونو د ترهګرۍ ضد د ملي مركز په آرشيف كې چې د ۲۰۰۱م كال د سپتمبر د ۱۱مې نېټې تر بريدونو وروسته د ترهګرۍ سره د مبارزې د همغږئ په موخه جوړ شوى دى، راغلي دي چې پي واى ډي / واى پي جي په سوريه كې د پې كا كا / كا جې كا د ترهګرو ډلو څانګې دي. دې مركز د يو لړ فشارونو نه وروسته له خپل آنلاين آرشيفه پدې اړه معلومات لرې كړي دي.  د سي آى اېې او د امريكا د ترهګرۍ ضد ملي مركز د څرګندونو سربېره د اوباما د واكمنۍ په موده كې د دفاع وزير آشتن كارتر د داعش په اړه ددې هېواد كانګرس ته د وينا پرمهال په خپله خوله اعتراف وكړ چې پې كا كا / واى پي جي له يو بل سره اړيكې لري.

د ۲۰۱۸م كال د جنورۍ د مياشتې په ۲۶مه نېټه د امريكا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو د وزارت وياندې هېدر نارېت د يوې خبري غونډې پر مهال د عفرين د عملياتو او په سيمه كې د تركيې د اړوندو تدابيرو په اړه د څرګندونو پر مهال د `` واى پي جي`` د كلمې پر ځاى مخامخ د ``پې كا كا`` كلمه وكاروله. نارېت چې هېڅكله خپله خبره تصحېح نكړه داسې يې وويل: `` تركيې د سوريې په سوېل لوېديځ كې د داعش پر وړاندې د مبارزې پر ځاى د پې كا كا پر وړاندې عمليات كوي. هلته د ثبات غوښتونكي يو.`` دا په داسې حال كې ده چې د امريكا د متحدو ايالتونو په ګډون د ناټو غړو هېوادونو په ۲۰۱۳م كال كې د ناټو د يوې غونډې پر مهال پي واى ډي د يوې ترهګرې ډلې په توګه په رسميت پېژندلې ده. خو ددې سره سره امريكا اوس ورسره هر ډلو مادي او معنوي مرستې كوي. د ۲۰۱۳م كال د جون په مياشت كې د بروكسل په ښار كې د ناټو په عمومي مركز كې ددې سازمان د ستراتيژيكي استخباراتو د اسنادو په اړه يوه كاري غونډه جوړه شوې وه. ددې غونډې په پاى كې د پې كا كا / كا جې كا او پي واى ډي / واى پي جي ډلې د `` ترهګرو ډلو`` په توګه په رسميت وپېژندل شوې. امريكا هم دا سند لاسليك كړى دى پدې سند كې  چې اېم سي – ۱۶۰ نوميږي او د ناټو د استخباراتي فعاليتونو تر ټولو مهم اسناد بلل كيږي راغلي دي چې پي واى ډي په سوريه كې د پې كا كا څانګه ده.

دا ترهګر اوسمهال په سوريه كې د `` سوريې د ديموكراتيكو ځواكونو`` تر نامه لاندې فعاليت كوي. ددې نوم كيسه هم جالبه ده. د اسپېن انستيتيوټ چې د امريكا د متحدو ايالتونو د كلورادو په ايالت كې فعاليت كوي تېر كال په خپله كلنۍ غونډه كې په سوريه كې د پي واى ډي د چارو په اړه د خبرو په موخه د امريكا د متحدو ايالتونو د ځانګړو ځواكونو قوماندان سترجنرال رايمنډ ټوماس يې هم رابللى شو. ټوماس په خپلو خبرو كې پي واى ډي ته وړانديز وكړ چې د تركيې لخوا د پې كا كا سره د اړيكو د شك د لرې كولو په موخه بايد خپل نوم بدل كړئ. له همدې غونډې وروسته يې نوم `` د سوريې ديموكراتيك ځواكونه`` شو.  ټوماس څرګنده كړه چې د نوم د بدلون سره به د پي واى ډي ارزښت زيات شي. سربېره پر دې د پې كا كا سره د اړيكو د شك له امله دې ډلې ته زيان رسېږي. ټوماس په خپله وينا كې وويل چې `` دوى بايد د خپل نوي مارك د جوړولو پر چارو بحث وكړي. د پخواني مال يعنې پې كا كا د نوم سره فعاليت كول به په راتلونكې كې يو لړ ستونزې رامنځته كړي.

 

۲ – انګلستان: د انګلستان د پارلمان د بهرنيو اړيكو كمېټې د ۲۰۱۶م كال د مارچ په مياشت كې د تركيې په اړه د `` فشار كه پرمختګ؟ د تركيې په اړه د پرېكړې وخت راغلى دى. د پارلمان غړي د انګلستان له مثبت روله ملاتړ كوي`` تر سرليك لاندې يو ۷۹ مخيز راپور خپور كړى دى. د انګلستان د وخت حكومت دې راپور ته په ځواب كې ليكلي و چې`` تركيه د پې كا كا د ترهګرۍ او تاوتريخوالي پر وړاندې د مشروع مدافعې حق لري. په ځواب كې راغلي دي چې پې كا كا د انګلستان د ترهګرو ډلو په تور لست كې شامله ده.  كه څه هم واى پي جي د انګلستان د ترهګرو ډلو په تور لېست كې شامله نه ده خو د پې كا كا سره د ددې ډلې  د سياسي څانګې يعنې پي واى ډي ترمېنځ د اړيكو له امله اندېښمن يو.  پدې اړه خبرونو ته ځانګړې پاملرنه كوو او د پي واى ډي سره د خبرو پر مهال پرې ټينګار كو. پر پي واى ډي او واى پي جي غږ كوو چې د پې كا كا سره د اړيكو د شلولو په موخه اړوند تدابير ونيسي.`` په انقره كې د انګلستان سفير ديچارډ مور د پې كا كا سره د تركيې د مبارزې په اړه هم د خپلو څرګندونو په ترڅ كې وويل چې `` پدې برخه كې زموږ دريځ روښانه دى. پې كا كا يوه ترهګره ډله ده. پي واى ډي ورسره

اړيكې لري. د پي واى ډي دفتر كه لاړ شئ نو هلته به د عبدالله اوجلان تصويرونه ومومي.``

د منځني ختيځ په چارو كې د انګلستان د حكومت وزير مشاور اليسټېر بورټ په سوريه كې د پې كا كا او پي واى ډي/ واى پي جي د ترهګرو ډلو ترمېنځ د اړيكو په اړه وويل چې `` موږ ددې اړيكو په اړه معلومات لرو. د پي واى ډي / واى پي جي سره د خبرو پر مهال پدې ټينګار كوو چې د پې كا كا سره خپلې اړيكې وشلوي. په عملي ډګر كې ددې احتمال شته چې اړيكې نه شلوي. حالات داسې دي. موږ د پې كا كا سره اړيكې نه لرو. او د پي واى ډي سره د پې كا كا له اړيكو اندېښمن يو. پدې اړه پي واى ډي ته وايو چې له پې كا كا سره هر ډول اړيكې پاى ته ورسوي.``

په انګلستان كې يو ۲۱ كلن ځوان چې غوښتل يې د پې كا كا سره يو ځاى شي، ددې هېواد د پوليسو لخوا ونيول شو. دې ځوان محكمې ته ويلي دي چې د داعش سره د مبارزې په موخه د عين العرب `` كوباني`` سيمې ته يې د تګ اراده درلودله. ۲۱ كلن ځوان چې محكمې يې د نوم پر اخيستلو بنديز لګولى دى، په هغې ويډيو او ليك چې خپلې كورنۍ ته لېږلو څرګنده كړه چې په سوريه كې د پې كا كا سره د يو ځاى كېدلو پلان لري. د انګلستان محكمې نومړى پر ۲۱ مياشتو بند محكوم كړ. پدې ډول ددې هېواد محكمې هم دا ومنله چې د پې كا كا – پي واى ډي ترمېنځ اړيكې شته دى.

 

۳ – جرمني :  د ۲۰۱۸م كال د فبرورۍ د مياشتې په ۴مه نېټه د جرمني د خبري رسنيو د معلوماتو له مخې ددې هېواد په پارلمان كې د چپي ګوند مشرې كاتيا كيپينګ پارلمان ته د يوې وينا په ترڅ كې د تركيې د وسله وال پوځ لخوا د عفرين عمليات وغندل او حكومت يې ددې په مقابل كې د غبرګون د نه ښودلو له امله ملامت كړ. ددې پر وړاندې د جرمني لپاره د بديل ګوند يو وكيل پيتر بيسترن د چپي ګوند لخوا په عفرين كې د وژل شوو ترهګرو سره د غمرازۍ په ځواب كې وويل چې `` تركيه په عفرين كې د پې كا كا د څانګې سره چې د جرمني لخوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل كيږي، جګړه كوي. ستاسې غمرازي د پې كا كا د وژل شوو د ماركسيستو غړو سره ده.  تاسې د غير قانوني ډلو له لارې پېسې ټولوئ او پې كا كا ته د وسلو د اخيستلو په توګه له دوى سره مرسته كوئ.

۴ -  هالنډ : د ۲۰۱۸م كال د جنورۍ د مياشتې په ۲۳مه نېټه د تركيې د وسله وال پوځ لخوا په سوريه كې د عفرين په سيمه كې د زيتون د څانګې په نامه  د پيل شوو عملياتو په اړه د هالنډ د بهرنيو چارو وزير هېبله زيسترا د ملګرو ملتونو د منشور ۵۱مې مادې ته په اشارې سره چې د مشروع مدافعې حكم په كې تنظيم شوى دى وويل چې `` د تركيې پر وړاندې ښكاره بريدونه ترسره شول. داسې ښكاره بېلګې شته چې له مخې يې تركيه له ځانه دفاع وكړي. پي واى جي معصومه نه ده. د هالنډ حكومت هېڅكله له پي واى ډي ملاتړ نه دى كړى. د پي واى جي او پې كا كا ترمېنځ پياوړې اړيكې ليدل كيږي. پې كا كا د هالنډ او اروپا دواړو لپاره ترهګره ډله ده.``

۵ – اسپانيا : د پې كا كا/ كا جې كا او پي واى ډي/ واى پي جي د ترهګرو ډلو ترمېنځ د اړيكو په اړه د اسپانيا د يو محكمې د پرېكړې له مخې د ۲۰۱۶م كال د جنورۍ د مياشتې په ۲۷مه نېټه نهه تنه چې ۸ تنه يې اسپانويان او يو تن يې تركى و د پې كا كا د ترهګرې ډلې د غړيتوب په تور نيول شوي دي دي. د اروپا په يو شمېر هېوادونو كې د پې كا كا / كا جې كا غړو په سوريه كې د پي واى ډي / واى پي جي ډلې ته د غړو او مالي مرستو د را غونډولو په موخه فعاليتونه روان دي. د اسپانيا د يوې ځانګړې محكمې لخوا د ۲۰۱۸م كال د جنورۍ په ۲۳مه نېټه پدې اړه د څارنوالۍ صورت دعوا منل شوې ده. ددې صورت دعوا له مخې د نيول شوو كسانو نه دوو تنو يې په سوريه كې د پي واى ډي / واى پي جي د ترهګرې ډلې په صفونو كې د داعش پر وړاندې د مبارزې په موخه نظامي زده كړې كړې دي.  دې كسانو د سوريې په شمال كې نظامي زده كړې كړي دي چې د پې كا كا د لارښوونو پر اساس يې د پي واى ډي سره همكاري كړې ده. د اسپانوي محكمې ددې پرېكړې له مخې څرګنديږي چې دا هېواد د پې كا كا / كا جې كا او پي واى ډي / واى پي جي ترمېنځ اړيكې په رسميت پېژني.

 

 

 



اړوند خبرونه