ولسمشر ټرمپ نګور د هغه کور ته په پاکت کې د استول شوو نامعلومو پوډرو له امله په روغتون کې بستر شوه
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ نګور وانیسا ټرمپ میړه ته يي د استول شوي یو پاکټ د پرانیستو له امله په روغتون کې بستري شوه.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ نګور وانیسا ټرمپ میړه ته يي د استول شوي یو پاکټ د پرانیستو له امله په روغتون کې بستري شوه.
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ زوی دونالد ټرمپ ژر کور ته په استول شوي پاکټ کې یو ډول سپین پوډر موندل شوي چې نوموړو پوډرو د هغه میرمن بستري کړه.
د نیویارک پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د ولسمشر ټرمپ نګور وانیسا د سهار په ساعتونو کې د لیک یو پاکټ چې د هغه د میړه په نامه د هغه کور ته راغلی وو پرانیسته. د پاکټ په منځ کې د راستول شوو سپینو نامعلومو پوډرو نه اغیزمنه شوه. سمدلاسه روغتون ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي ده.
پولیسو ویلي دي چې په امريکا کې د راستول شوې مادې په اړه څیړنې دوام لري.
د ټرمپ نګور په یو روغتون کې چې د امنیتي دلایلو له امله يي نوم پټ ساتل شوی دی د درملنې لاندې نیول شوې ده .
دا لا معلومه نده چې د پيښې پر مهال د ټرمپ زوی او د هغه لمسي په کور کې وو او که نه.
د بله پلوه د ولسمشر ټرمپ خصوصي د مدافع وکیل خبري رسنیو ته ویلي دي « یو انسان څرنګه د پنځو اولادونو په مور داسې منفور برید کولی شي. دا یو ډیر خطرناکه او بې پروا اقدام دی . »
دا لا معلومه نده چې دا پوډر د چا لخوا استول شوي دي.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.