د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر اعتراف وکړ.
امریکا : سوریې له لورې ترکیې ته مخامخو امنیتي ګواښونو باندې ډیر ښه پوهیږو
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر اعتراف وکړ.
د امریکا د دفاع وزیر جمیز متیس اعتراف کړی دی چې په سوریه کې د سوریې دیموکراتیک ځواکونو تر نامه لاندې د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګو وای پ جي او پ وای ډي د ځواکونو یوه لویه برخه د نورو سیمو نه عفرین ته انتقال شوي دي.
د ویلو ده چې امریکا په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې په بهانه د یادو شوو ترهګرو سره وسلو او مهماتو مرستې کوي. امریکا تل په ټینګار وايي چې د سوریې دیموکراتیک ځواکونه د پ ک ک سره هیڅډول تړاو نلري خو دې څرګندونو سره يي پخپله پدې خبره اعتراف وکړ.
متیس اروپا ته د سفر پر مهال په الوتکه کې د داعش پر خلاف د مبارزې په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
هغه وویل چې په سوریه کې د داعش پر خلاف مبارزه اوس هم دوام لري. خو په سوریه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې په مشرۍ د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو لویه برخه د عفرین سیمې ته تللې ده.
هغه وویل چې دم ګړۍ په عفرین کې روانې جګړې د ټول توجه د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې نه بل لوري ته اړولې ده . په ځانګړې توګه دې مسلې تش په نامه د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو باندې ډیره زیاته منفي اغیزه کړې ده . کله چې دوی په عفرین کې خپل ملګري د بریدونو لاندې ګوري ددوې دقت هغه لوري ته اوړي. د همدې امله ډيری عفرین ته تللي دي.
متیس ویلي دي چې ترکیه یواځنی هیواد دی چې د پولو په منځ کې وسله وال پاڅونونه دوام لري.
هغه زیاته کړې ده چې ترکیه د سوریې سره په پوله کې مشروع امنیتي اندیښنې لري خو مونږ هم د ذرې په اندازه ترینه انکار نه کوو.
هغه وویل چې یواځې ترکیه نه چې بلکې اسراییل، اردن او لبنان هم د سوریې سره په پولو کې امنیتي اندیښنې لري.
د ویلو ده چې ددینه وړاندې هم پنټاګون ویلي وو چې تش په نامه د سوریې ډیموکراتیک ځواکونو ځینې برخې عفرین ته تللي دي خو دا لومړی ځل دی چې د امریکا تر ټولو جګپوړی نظامي چارواکی ددې خبرې اعتراف کوي.