په امریکا کې یو ځل بیا په ښوونځي وسله وال برید وشو.
په لاس انجلس ښار کې په ښوونځي کې وسله وال برید وشو
![په امریکا کې یو ځل بیا په ښوونځي وسله وال برید وشو.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1525/435c/4b73/5a73f6f1c9ed8.jpeg?time=1719029713)
په امریکا کې یو ځل بیا په ښوونځي وسله وال برید وشو.
په امریکا کې داځل یوې نجلۍ زده کوونکې په ټولګي کې په خپلو همټولګیانو وسله وال برید وکړ.
پیښه د امریکا د کالفورونیا ایالت اړوند د لاس انجلس په ښار کې رامنځته شوې ده.
د لاس انجلس د ښار پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د سال کاسترو په منځني ښوونځي کې ۱۲ کلنې زده کوونکې په خپلو همټولګیانو ډزې وکړې.
په پیښه کې یو هلک او یوه نجلۍ زده کوونکي ټپیان شوي دي چې د یو تن روغتیايي حالت يي ښه ندی.
پیښې نه وروسته یو زیات شمیر پولیس او امبولانسونه ښوونځي ته راروسیدل. برید کوونکې زده کوونکې د پولیسو لخوا ونیول شوه.
د یادولو وړ ده چې په امریکا کې یواځې د جنوري د میاشتې په دننه کې دا په ښوونځیو کې دریم وسله وال برید دی چې رامنځته کیږي.
لنډه موده مخکې هم یو تن ۱۵ کلن زده کوونکي په ښوونځي په زده کوونکو ډزې کړې وې چې له امله يي ګڼ شمیر زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1719029713)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.