د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ د لومړي ځل لپاره ملت ته په خطاب کې وینا وکړه.
ټرمپ د ګوانتانامو د زندان د نه تړولو په خاطر فرمان لاسلیک کړ
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ د لومړي ځل لپاره ملت ته په خطاب کې وینا وکړه.
ټرمپ د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه یو کال وروسته د لومړي ځل لپاره خپل ملت ته په خطاب کې وینا وکړه. هغه د وینا لویه برخه اقتصادي مسایلو ته ځانګړې کړې وه. ټرمپ په وینا کې په بهرني سیاست کې د عراق او افغانستان په مسلو ټینګار وکړ.
همداشان هغه وویل چې د ګوانتانامو زندان د نه تړل کیدو په خاطر يي ځانګړی فرمان لاسلیک کړی دی.
ټرمپ د اټومي وسلو له سره د رغولو او مدرنولو په مسلې هم ټینګار وکړ.
ټرمپ په خپله وینا کې د بهرني سیاست او امنیت په په اړه په جلا کړې برخه کې د روسیې او چین نه د سترو رقیبانو په توګه یادونه وکړه.
هغه وویل چې روسیه او چین د امریکا ګټو، اقتصاد او ارزښتونو ته ستر ګواښ او رقیبان دي.
ټرمپ زیاته کړه « په نړۍ کې ډیر بې ارزشه او پست رژیمونه ، ترهګرې ډلې او د امریکا ګټې، اقتصاد او ارزښتونو ګواښوونکي چین او روسیې په څیر د سترو رقیبانو سره مخامخ یو. » هغه پدې سختو شرایطو کې د امریکا د کانګرس نه د پوځ نه د پوره ملاتړ غوښتنه وکړه.
ټرمپ وویل چې نن ورځ په نړۍ کې په ډیره قوي توګه په خپلو خپو د دریدو او نورو د مخنیوي په خاطر د قوي وسلو درلودو مسله تر هر وخته ډیره مهمه ده. د همدې امله امریکا باید خپلې اټومي وسلې له سره ورغوي او مدرنې کړي.
هغه وویل کیدای شي چې په راتلوونکې کې یوه ورځ د اټومي وسلو د لمنځه وړو په خاطر ټوله نړۍ سره راټوله شي خو نن ورځ دا خبره ډیره لرې ده او ممکنه نه ښکاري.
هغه د داخلي امنیت مسلې په اشارې سره وویل چې په امنیتي برخو کې ټولې کمبودي ګانې به په ډیر کم وخت او فرصت کې له منځه یوسي.
ټرمپ وویل « ولسمشرۍ ته د نوماندۍ پر مهال مې د هیوادوالو سره ځینې ژمنې کړې وې چې ډیری مې پر ځای کړي دي. همداشان د عراق د جګړې په اړه مې هم ژمنه کړې وه چې دا جګړه به پایته ورسوم دادی پدې برخه کې هم خپله ژمنه پر ځای کوم. د روان میلادي کال د اګست د میاشتې نه په اعتبار سره د عراق نه خپل ټول محارب ځواکونه وباسو. د القاعدې سره به مو جګړه دوام وکړي خو عراق به پخپله د عراق خلکو ته تسلیم کړو. »
ټرمپ په خپله وینا کې افغانستان مسلې او ددې هیواد په اړه د امریکا سیاستونو ته هم یوه برخه ځانګړې کړې وه.
هغه وویل چې د هر څه نه مخکې باید په افغانستان کې د رشوت مسله پایته ورسو. د افغانستان د خلکو د حقونو او سوکالۍ په خاطر به د خپلو متفقینو سره په ګډه کار وکړو. د افغانستان په اړه ژمنې به هم یوه یوه پر ځای کړو.
ټرمپ د داعش پر خلاف روانې مبارزې ته په اشارې سره وویل « لکه څرنګه چې پوهیږۍ تیر کال مو داعش ترهګره ډله د مځکې د سره نه د پاکولو په خاطر د متفقینو سره په ګډه د کار کولو ژمنه کړې وه. دادی د یو کال په تیریدو سره د داعش پر خلاف د مبارزې ایتلاف دا ترهګره ډله د سوریې او عراق د خاورې نه پاکه کړه. د داعش نه مو ټولې هغه سیمې چې په اختیار کې درلودې بیرته ونیولې. پدې افتخار کوم چې د داعش نه مو سل په سلو کې ټولې سیمې وژغورلې. اوس هم پدې برخه کې باید ډیر څه وکړو. زمونږ مبارزه پایته نده رسیدلې. په ټوله نړۍ کې د داعش ترهګرې ډلې د لمنځه وړو پورې به زمونږ مبارزه دوام وکړي.