ایکوادور د ویکي لیکس بڼست ایښودونکي جولین اسینج ته تابعیت ورکړ.
ایکوادور د ویکي لیکس مشر ته تابعیت ورکړ
886049

ایکوادور د ویکي لیکس بڼست ایښودونکي جولین اسینج ته تابعیت ورکړ.
د الیونیورسو ورځپاڼې د ایکوادور د یو جګپوړي چارواکي له قوله ویلي دي چې اسینج ته تابعیت ورکړ شو.
ورځپاڼې د اسینج د پاسپورت شمیره هم خپره کړې ده .
د ویلو ده چې اسینج لنډه موده مخکې د ایکوادور د فوټبال د ملي لوبډلې د فورم سره اخیستی عکس خپور کړی وو.
د ویلو ده چې د ویکي لیکس د پاڼې بڼسټ ایښودونکي د ۲۰۱۲ کال د جون په میاشت کې د امریکا اړوند د پټو راضونو د خپرولو نه وروسته په لندن کې د ایکوادور سفارت ته پناه یوړه.
هغه د لندن لخوا د نیول کیدو او وروسته سویس حکومت ته د سپارولو له ډاره د ایکوادور سفارت ته پناه وړې وې.
د تیر کال د جون په میاشت کې په سفارت کې د اسینج ۵ کاله پوره شوي وو.