سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا سره مذاکراتو ته تیار دی.
د سویلي کوریا نه وروسته امریکا هم د شمالي کوریا سره مذاکراتو ته تیاری وښود
سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا سره مذاکراتو ته تیار دی.
د امریکا ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا سره د مذاکراتو په اړه مثبت نظر څرګند کړ.
د شمالي او سویلي کوریا ترمنځه په اړیکو کې د نرمښت او د دواړو خواوو لخوا د مثبتو څرګندونو نه وروسته د امریکا ولسمشر ټرمپ هم یو مثبت ګام اوچت کړ.
سپینې ماڼۍ ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ د سویلي کوریا د ولسمشر سره د ټیلیفوني خبرو نه وروسته په مناسب زمان او شرایطو لاندې د شمالي کوریا سره مذاکراتو ته تیاری وښود.
د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې د سویلي کوریا ولسمشر د تیرې خالي په ورځ د نوموړي هیواد د چارواکیو سره د ترسره کړې لیدنې په اړه ټرمپ ته معلومات ورکړل. د سویلي کوریا ولسمشر پدې ټیلیفوني خبرو کې د ټرمپ نه مننه هم وکړه.
د بله پلوه سپینې ماڼۍ ویلي دي چې په راتلوونکې میاشت کې په سویلي کوریا کې جوړیدونکي د ژمنیزو المپیاتو په سیالیو کې به د ګډون کوونکي امریکايي هیت مشري مرستیال ولسمشر مایک پنس وکړي.
د ولسمشر ټرمپ مرستیال مایک پنس به هم ددې هیت په ترڅ کې سویلي کوریا ته سفر وکړي.