په لېبيا كې د غلامانو سوداګري

په لېبيا كې د افريقايي كډوالو د خرڅلاو په اړه اندېښنې د هرې ورځې په تېرېدلو سره مخ پر زياتېدلو دي.

884865
په لېبيا كې د غلامانو سوداګري

 

 

ويل كيږي چې تېره ورځ ۲۰ تنه نايجيريايي ځوانان چې غوښتل يې د غير قانوني لارې اروپا ته لاړ شي، په لېبيا كې د ۷۳۵ ډالرو په بدل كې د غلامانو په توګه پلورل شوي دي.

د نايجيريا د بېړنيو حالاتو د آژانس مشر سليمان لاباران څرګنده كړه چې حكومت يې تر اوسه پورې  سلګونه هېوادوال چې په لېبيا كې د غلامانو په توګه پلورل شوي دي، ژغورلي او هېواد ته ستانه كړي دي.

د نوموړي د معلوماتو پر اساس په لېبيا كې تورپوستي كډوال د غير انساني ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. له دې هېواده راستنه شوي نايجيريايان وايي چې په لېبيا كې د غلامانو په توګه د خلكو خرڅلاو ډېر شوى دى.

په همدې موخه يو پلاوى د لېبيا هېواد ته تللى دى چې د ادعاګانو په اړه معلومات ترلاسه كړي.

د معلوماتو له مخې يواځې تېر كال ۱۶ زره ۳۸۷ تنه نايجيريايان اروپا ته د تګ په موخه د لېبيا او سعودي عربستان هېوادونو ته تللي دي چې يو شمېر يې بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.



اړوند خبرونه