په کلیسا کې د نوي میلادي کال  په لمانځونکو خونړی  برید وشو.

په نایجریا کې د نوي کال په لمانځونکو خونړی برید وشو

879756
په کلیسا کې د نوي میلادي کال  په لمانځونکو خونړی  برید وشو.

په کلیسا کې د نوي میلادي کال  په لمانځونکو خونړی  برید وشو.

د نایجریا  په سویل ختیځ کې  د کروس ریور د ایالت اړوند د اوموکو په ښار کې  په کلیسا کې د نوي کال په لمانځونکو  خونړی  برید وشو.

د ترلاسه شوي رپوټ له مخې پدې برید کې  لږ تر لږه  ۲۱ تنه  مړه او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي.

د یاد شوي ښار  د کلیسا  راهب  د اناتولیا  خبري اژانس ته وویل چې  وسله والو کسانو  د نوي کال د لمانځولو په خاطر کلیسا ته په راغلو کسانو  د کلیسا نه د وتو پر مهال  ډزې وکړې.

هغه ویلي دي چې پدې پیښه کې ښځو او ماشومانو هم  ژوند  د لاسه ورکړی دی.

راهب وویل چې  برید کوونکو  پدې بې ګناه انسانانو  چې د خپل کور پر لورې روان  ول  بې رحمانه  برید وکړ.

د یاد شوي ښار د پولیسو ویاند  اوموني نامدي  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د پیښې په اړه  پراخه څیړنې پيل شوي دي.

تر اوسه پورې څوک  نیول شوي ندي. د یادولو وړ ده چې  د نایجریا  کروس ریور  ایالت  چې  د تیلو له پلوه  بډایه ایالت دی  وخت نا وخته پکې  اختطاف  او وسله وال بریدونه رامنځته کیږي.



اړوند خبرونه