د افریقا  تر ټولو ټکړه  فوټبالر  د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د افریقا ټکړه فوټبالر بالاخره خپل هدف ته ورسید

878022
د افریقا  تر ټولو ټکړه  فوټبالر  د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

 د افریقا  تر ټولو ټکړه  فوټبالر  د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د لیبریا پخوانی ملي  او د نړۍ په کچه  مشهور  فوټبالر  جورج واه  د ولسمشرۍ په ټاکنو کې  د ستر بري په ترلاسه کولو سره  د ولسمشر په توګه وټاکل شو. ویل کیږي  جورج واه  د افریقا لخوا روزل شوی  تر ټولو  ټکړه  فوټبالر عنوان لري.

د لیبریا  د ټولټاکنو  خپلواک کمیسیون  د ولسمشرۍ د ټاکنو رسمي پایلې  اعلان کړې. د پایلو له مخې  افسانوي فوټبالر  جورج واه د ۶۱ عشاریه ۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره  د خپل رقیب نه  په غوڅ  توپیر سره  ټاکنې وکټلې. د ویلو ده چې  پدې ټاکنو کې د جورج  واه  رقیب  د نوموړي هیواد د ولسمشر مرستیال  جوزیف یوماه بوواکي وو.

د یادولو وړ ده  چې  په لیبریا کې  د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنی  پړاو  د اکتوبر د میاشتې په لسمه  نیټه  ترسره شو. په لومړني پړاو کې  د جورج واه او د هغه ستر رقیب جوزیف سربیره  ۲۰ تنو نورو نوماندانو  ګډون کړی وو.

د ټاکنو په لومړني پړاو کې هیڅ یو نوماند  ټاکلی نصاب  ترلاسه نکړ او ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې.

په دویم  پړاو کې ټاکنې تر ټولو د زیاتو رای ګټوونکو دوو تنو نوماندانو ترمنځه  وشوې.

د یادولو وړ ده چې ۵۱ کلن جورج  د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۵ کال کې د ولسمشرۍ لپاره ځان نوماند کړی وو. همداشان په ۲۰۱۱ کال کې بیا د ولسمشر د مرستیالۍ لپاره ځان نوماند کړ خو په دواړو ځلونو بریالی نشو. هغه په ۲۰۱۴ کال کې  د نوموړي هیواد مشرانو جرګې ته لار پیدا کړه.

۵۱ کلن جورج واه  په ځانګړې توګه د ځوانانو ترمنځه  ډیر زیات محبوبیت  لري.

د ویلو ده چې  د لیبریا  ولسمشره ایلن  جانسن سیرلیاف په افریقا کې د خلکو په ازاده  رایو ټاکل شوې  لومړنۍ ولسمشره وه. همداشان د نوموړي هیواد د قوانینو له مخې  هغه نشو کولی چې د بل ځل لپاره  ځان نوماند کړي.

همداشان  دا لومړی  ځل دی چې په لیبریا کې  واک  په سوله ایزه توګه  د یو ولسمشر نه بل ولسمشر ته انتقالیږي.

لیبریا د ۱۹۸۹ او ۲۰۰۳ کلونو ترمنځه  د افریقا په تاریخ کې تر ټولو د خونړیو جګړو شاهدي وکړه. همداشان  په نوموړي هیواد کې د ۲۰۱۴ کال راهیسې  د ایبولا  ناروغۍ  حکومت  او خلک  د ډیرو سختو ننګونو سره  مخامخ کړل. ددې هیواد اقتصاد هم  ددې ناروغۍ له امله ډیر زیانمند شو. لیبریا د نړۍ تر ټولو د فقیرو هیوادونو په کتار کې ځای لري.



اړوند خبرونه