امریکا  د بیت المقدس په برخه کې د لویې ماتې غچ اخلي.

امریکا په غچ اخیستو پیل وکړ

875619
امریکا  د بیت المقدس په برخه کې د لویې ماتې غچ اخلي.

 امریکا  د بیت المقدس په برخه کې د لویې ماتې غچ اخلي.

په ملګروملتونو کې د امریکا دایمي استازې  نیکي هیلي  وویل چې  امریکا به   د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو لپاره د ملګروملتونو سازمان سره د مرستو نه  ۲۸۵ میلیونه ډالره کمې کړي.

امریکا دا پریکړه په ملګروملتونو کې عمومي اجلاس کې د بیت المقدس په اړه  په پریکړه کې  د سترې ماتې د خوړو نه وروسته وکړه.

په ملګروملتونو کې د امریکا دایمې استازې  نیکي هیلي  پدې اړه د خبرپاڼې په خپرولو سره  ویلي دي امریکا  به د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو لپاره د ملګروملتونو سازمان سره د مرستو نه ۲۸۵ میلیونه ډالره  کمې کړي.

هغه په خبرپاڼه کې د امریکا د حکومت ددې پریکړې نه د ډیر پر ځای اقدام  او اوچت شوي مهم ګام په توګه یادونه کړې ده .

هغې ویلي دي « د ملګروملتونو سازمان  د اغیزو کمیدل  او  مصارفو لوړیدل  یوه معلومه  خبره ده. ددینه وروسته  د امریکا د خلکو  د سخاوت استثمارولو ته به اجازه ورنکړو. »

هغې ویلي دي چې د امریکا لخوا د ملګروملتونو سازمان سره  د مرستو د کچې د راټیټولو سره سره  بیا هم  دا هیواد  د نوموړي سازمان سره  تر ټولو زیات  مالي مرسته کوونکی  دی. ملګروملتونو  د دوه کلنې  بودیجې  یعنې د ۵ عشاریه ۴ میلیاردو ډالرو نه  ۳ عشاریه ۳ میلیارده ډالره د امریکا لخوا ورکول کیږي. سربیره  پر دی  امریکا  د ملګروملتونو د چت لاندې  د سولې د محافظت  د هلو هلو د پروګرام  سره  جلا مالي مرسته کوي.

د یادولو وړ ده چې  تیره اوونۍ  د ملګروملتونو په عمومي مجلس کې  د بیت المقدس په اړه د ټرمپ  په پریکړه د رای اچونې نه مخکې  لومړی په یاد شوي سازمان کې د امریکا استازې  ټولو ته  ګواښونه وکړل  او وروسته  بیا  ټرمپ  نړۍواله ټولنه د مالي مرستو په پرې کولو وګواښله. هغه ویلي وو هر هغه  هیواد چې ددوې نه مالي مرستې ترلاسه کوي  که چیرې ددوې پر خلاف رای وکاروي  مالي مرستې به پرې  قطع کړو.

د ملګروملتونو په سازمان کې د امریکا  د ګواښونو سره سره  امریکا  سترې ماتې وخوړه. د بیت المقدس په اړه د ټرمپ  پریکړه د ۹ رایو په مقابل کې د ۱۲۸ رایو سره  رد شوه. امریکا اوس په غچ اخیستو پیل وکړ. لومړی  د ملګروملتونو نه پيل وکړ.



اړوند خبرونه