د امریکا متحده ایالتونو د فلوریدا په ایالت کې الوتکې سقوط وکړ.

په فلوریدا کې الوتکې سقوط وکړ

874865
د امریکا متحده ایالتونو د فلوریدا په ایالت کې الوتکې سقوط وکړ.

د امریکا متحده ایالتونو د فلوریدا په ایالت کې الوتکې سقوط وکړ.

د امریکا نه د ترلاسه شوي روپوټ له مخې الوتکې د فلوریدا  د بارتو هوايي ډګر نه د الوتنې نه وروسته  سقوط وکړ.

په پیښه کې  لږ تر لږه  د ۴ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

د فلوریدا  د پولیسو یو تن مشر خبري رسنیو ته ویلي دي چې  الوتکې د سهار د ۷ بجو په شاوخوا کې  د بارتو د هوايی ډګر نه الوتنه کړې وه چې  لنډه موده وروسته  راوغورځیده.

هغه ویلي دي چې الوتکه  خصوصي الوتکه وه  او پکې سپرو  ۴ تنو ټولو ژوند  د لاسه ورکړی دی.

د پولیسو مشر ویلي دي چې  الوتکې پیلوټ ته  د هوا د خرابوالي له امله  خبرداری هم ورکړ شوی وو.

خو  پیلوت  د خبرداري سره سره  الوتنه کړې وه. د الوتکې د غورځیدو لامل  ناڅرګند دی خو په اړه يي  تحقیقات پیل شوي دي. ویل کیږي په لوی ګمان چې الوتکه د هوا د خرابوالي له امله غورځیدلي وي.



اړوند خبرونه