ټرمپ د نړۍ دولتونه رسمآ وګواښل

په ملګروملتونو کې د امریکا د سفیرې نه وروسته داځل پخپله ټرمپ نړۍوال دولتونه وګواښل

872609
ټرمپ د نړۍ دولتونه رسمآ وګواښل

 د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  د ملګروملتونو  سازمان په عمومي  اجلاس کې  د بیت المقدس په اړه د هغه په پریکړه  د رای اچونې نه مخکې  نړۍ دولتونه په ښکاره توګه وګواښل.

د یادولو وړ ده چې  تیره ورځ  په ملګروملتونو کې د امریکا  دایمې استازې  نیکې هیلي  د یاد شوي سازمان  نورو غړیو هیوادونو ته  د برښنا لیک په استولو سره  په عمومي اجلاس کې  د بیت المقدس په اړه د ټرمپ  د پریکړې نه د ملاتړ غوښتنه کړې وه او په سرپټې توګه  يي  ټولو ته ګواښونه کړي وو.

خو ټرمپ  بیا  په ښکاره توګه  ټول هغه هیوادونه  چې  پدې اجلاس کې ددوې پر خلاف  رای وکاروي  د مالي مرستو په قطع کولو  وګواښل.

د یادولو وړ ده چې د امریکا  ولسمشر ټرمپ  ده اوونۍ مخکې  بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپیژند. همداشان هغه  په اسراییلو کې د امریکا سفارت د تل ابیب نه  بیت المقدس ته د انتقالولو  امر وکړ. د ټرمپ  دې پریکړې د ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه د اسلامي نړۍ سخت غبرګونونه وپارول.

د بیت المقدس په اړه د ټرمپ د پریکړې نه سمدلاسه وروسته  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو سرمشریزه  راټوله کړه. پدې سرمشریزه کې  د ټرمپ د پریکړې پر خلاف د ملګروملتونو د امنیت شورا ته د مسودې د وړاندې کولو پریکړه وشوه.

مصر پدې اړه مسوده  د امنیت شورا ته وړاندې کړه. د امنیت په شورا کې  په مسودې رای اچونه وشوه چې  د ۱۵ غړیو نه ۱۴ غړیو مسوده ومنله  یواځې امریکا  د ویتو د حق نه په استفادې سره  مسوده ویتو کړه.

د امریکا  د ویتو د حق  په مقابل کې  مسوده   د ملګروملتونو عمومي اجلاس ته  وړاندې شوه.

نن  پنجشنبه  د دسمبر ۲۱ مه نیټه  د ملګروملتونو سازمان  په عمومي اجلاس کې  د بیت المقدس په اړه د ټرمپ  په پریکړې رای اچونه کیږي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ  په مسودې د رای اچونې نه مخکې  د نړۍ دولتونه  د مالي مرستو په قطع کولو وګواښل.

ټرمپ  په سپینه ماڼۍ کې  د وزیرانو د شورا د غونډې نه مخکې  خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

هغه  د ملګروملتونو  په عمومي اجلاس کې  د بیت المقدس په اړه د هغه په پریکړه  رای اچونې ته په اشارې سره وویل «  د یو پلو به  زمونږ نه په سلګونو میلیونه او حتا په میلیاردونو  مرستې  ترلاسه کوي  او بله پلوه به  زمونږ  پر خلاف  رای کاروي. مونږ  د هر هیواد  رای  ثبتوو چې چا  څه ډول رای ورکړې ده . فرق نه کوي ، زمونږ  پر خلاف  دې رای وکاروي، دا خبره به د امریکا د لا زیاتو پيسو د سپمولو  او تصرف کولو  وسیله وګرځي. »

 

 



اړوند خبرونه