امریکا د بیت المقدس په مسله کې سترې ماتې سره مخامخ شوه.
د بیت المقدس په اړه د ټرمپ پریکړه د ملګروملتونو د عمومي اجلاس لخوا رد شوه
د ملګروملتونو سازمان په عمومي اجلاس کې د بیت المقدس په اړه د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ په پریکړه رای اچونې بهیر سرته ورسید.
د ویلو ده چې په رای اچونه کې ۱۷۲ هیوادونو ګډون کړی وو. د ترکیې او یمن لخوا ملګروملتونو عمومي مجلس ته وړاندې شوې مسوده د ۱۲۸ هیوادونو لخوا ومنل شوه. د امریکا په ګډون ۹ هیوادونو مخالفې او ۳۵ هیوادونو هم بې طرفه رایې وکارولې.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ټرمپ د روان میلادي کال د دسمبر په ۶ مه نیټه بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپیژنده.
لومړی د ترکیې د هلو ځلو په پایله کې مصر د ټرمپ د پریکړې پر خلاف ملګروملتونو د امنیت شورا ته مسوده وړاندې کړه. د امنیت په شورا کې د ۱۵ دایمي او موقتي غړیو نه ۱۴ مسوده ومنله او یواځې امریکا ویتو کړه.
د امریکا لخوا د ویتو د حل نه د استفادې په مقابل کې د ترکیې او یمن لخوا یاده شوې مسوده د ملګروملتونو عمومي مجلس ته وړاندې شوه.
د ملګروملتونو په عمومي مجلس کې په یادې شوې مسودې د رای اچونې نه مخکې لومړی په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې نور غړي هیوادونه وګواښل او تیره ورځ بیا پخپله ولسمشر ټرمپ نړۍواله ټولنه وګواښله.
د امریکا د ټولو ګواښونو سره سره پدې رای اچونه کې لویه ماتې وخوړه.
امریکا د بیت المقدس په اړه په پریکړه کې یواځې پاتې شو.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بیت المقدس په اړه په مسودې د رای اچونې د پایته رسیدو او پایلو د اعلانیدو نه وروسته د ټویټر له لارې پیغام خپور کړ.
ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې لیکلي دي چې ( بیت المقدس په اړه ملګروملتونو عمومي مجلس ته وړاندې شوې مسوده د رایو په غوڅ اکثریت سره د منل کیدو نه تود هر کلی کوم. ددې په هیله چې د ټرمپ اداره د ملګروملتونو سازمان دې پریکړې ته په کتو سره د بیت المقدس په اړه د خپلې پریکړې نه چې د ټولو حقوقو سره په ټکر کې ده لاس په سر شي.
د فلسطین په مسله کې د ملاتړ کوونکو ټولو هیوادونو نه د خپل ځان او خپل هیواد په استازیتوب د زړه له کومې مننه کوم.
همداشان د ملګروملتونو په عمومي اجلاس کې د رای اچونې نه وروسته د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر او وروسته د یمن استازي وینا وکړه.
همداشان وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وینا وکړه. چاوش اوغلو د بیت المقدس په اړه د بیت المقدس په اړه د ټرمپ په پریکړه سخته نیوکه وکړه او وویل ( د امریکا لخوا په ښکاره توګه نړۍ ګواښل د منلو وړ خبره نده. د بدماشۍ سره د غړیو هیوادونو شرف په بیه نه اخیستل کیږي . پدې اړه داسې ډول فکر کول هم اخلاقي خبره نده. نه ډار شوي یو او نه هم ډاریږو. هو تاسې به د نړۍ قوي هیواد یاست خو قوت په هره خبره کې تاسې پر حق نه ثابتوي.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.