د اروپا مشرانو د بیت المقدس په اړه د ټرمپ پریکړه رد کړه

د اروپايي ټولنې  مشرانو  د بیت المقدس په اړه د امریکا متحده ایالتونو دونالد ټرمپ  پریکړه  رد کړه.

868740
د اروپا مشرانو د بیت المقدس په اړه د ټرمپ پریکړه رد کړه

د اروپايي ټولنې  مشرانو  د بیت المقدس په اړه د امریکا متحده ایالتونو دونالد ټرمپ  پریکړه  رد کړه.

د اروپا د شورا ریس توسک  وویل چې « د اروپايي ټولنې  مشرانو د دوو  دولتونو حل لارې  په مسلې د ټینګار سربیره ویلي دي چې  د بیت المقدس په اړه ددوې په دريځ  کې  د ذرې په اندازه  بدلون ندی راغلی.»

د اروپايي ټولنې مشرانو په ټینګار سره وویل چې د بیت المقدس په اړه ددوې په دریځ کې هیڅډول بدلون راغلی ندی او رابه نشي.

د اروپايي ټولنې د ۲۸ غړیو هیوادونو مشرانو  د ټولنې نه د انګلستان د جلا کیدو، کډوالو، بیت المقدس، روسیې، دفاعي ، ټولنیزو او اقتصادي مسلو په اړه د خبرو کولو په خاطر  د اروپا د شورا په ودانۍ کې  غونډه وکړه.

د نوموړې  غونډې پر مهال  د اروپا د شورا ریس  دونالد  توسک  د ټولنیزې مډیا له لارې یو پیغام خپور کړ. هغه  په خپور کړي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې  اروپايي ټولنې مشران  د اسراییلو او فلسطین ترمنځه د روانې ستونزې  یواځنۍ  حل لاره  د دوو دولتونو په  جوړولو کې ګوري. د همدې امله  د دوو دولتونو په حل لارې ټینګار کوي  او د بیت المقدس په اړه يي په سیاست او چلند کې هیڅډول  بدلون ندی راغلی.

د اروپا مشرانو  یو ځل بیا وویل چې  د بیت المقدس په اړه يي په سیاست او دریځ کې هیڅډول بدلون ندی راغلی.

اروپا د ۱۹۶۷ کال د پولو سره  د دوو دولتونو چې پلازمینه يي  بیت المقدس وي  د حل لارې نه  ملاتړ کوي.

اروپا د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ  برعکس  د یو پلوي اقداماتو نه ډډه کوي  او د بیت المقدس  برخلیک په مذاکراتو کې د معلومولو غوښتنه کوي.  



اړوند خبرونه