د انګلستان په لومړۍ وزیرې د ترهګري برید مخه ونیول شوه.
د انګلستان په لومړۍ وزیرې د برید د پلان په تور دوه تنه نیول شوي
د انګلستان په لومړۍ وزیرې د ترهګري برید مخه ونیول شوه.
پداسې حال کې چې انګلستان پدې وروستیو کلونو کې تر ټولو د قوي تروریستي ګواښونو سره مخامخ دی پدې هیواد کې په لومړۍ وزیرې تیریزا مې د تروریستي برید د مخنیوي نه خبر ورکړ شو.
د انګلستان د سکای نیوز تلویزیون ویلي دي چې په لومړۍ وزیرې تیریزا مې د بمي برید پلان شنډ او برید کوونکي ونیول شول.
په خبر کې راغلي دي چې د لندن پولیسو تیره اوونۍ هغه دوه تنه برید کوونکي چې لومړۍ وزیرې مې يي د بمي برید پلان جوړ کړی وو ونیول.
نوموړو برید کوونکو غوښتل چې چې په لندن کې په لسم سرک کې د صدرات په ماڼۍ بمي بریدونه وکړي چې د پولیسو لخوا يي مخه ونیول شوه.
برید کوونکو نه یو ۲۰ کاله عمر لري د لندن اوسیدونکی دی او نایمور ذکریا رحمان نومیږي او بل بیا ۲۱ کاله عمر لري محمد عاقب عمر نومیږي. نوموړی بیا د برمینګهام اوسیدونکی دی.
په خبر کې راغلي دي چې پولیسو نوموړي دوه تنه برید کوونکي نن محکمې ته سوق کړل.
د یادولو وړ ده چې د انګلستان استخباراتو د روان کال د اکتوبر په میاشت کې ویلي وو چې هیواد پدې وروستیو کلونو کې تر ټولو زیات د قوي تروریستي بریدونو د ګواښ سره مخامخ دی. د انلګستان استخباراتو بعضو وزیرانو ته هم پدې اړه خبرداری ورکړی دی.
استخباراتو ویلي وو چې داسې راپورونه يي ترلاسه کړي چې داعش او القاعدې ترهګره ډله په انګلستان کې د ډیرو لویو لویو بریدونو پلان لري.