په شمالي کوریا کې په شرابو او فیستیوالونو بندیز ولګول شو
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون په هیواد کې په شرابو او موسیقۍ په فیستیوالونو او جشنونو بندیز ولګول.
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون په هیواد کې په شرابو او موسیقۍ په فیستیوالونو او جشنونو بندیز ولګول.
شمالي کوریا غواړي چې ددې بندیزونو سره د امریکا لخوا پدې هیواد د لګیدولو نوو بندیزونو اغیزې کمې کړي.
شمالي کوریا د ټولې نړۍ د اعتراضونو او نیوکو سره سره د اټومي پروګرام او بالستیک توغندیو د جوړولو نه د لاس د نه اخیستو له امله د سختو اقتصادي او سیاسي بندیزونو سره مخامخ دی.
امریکا متحده ایالتونو شمالي کوریا د ترهګرو نه د ملاتړ کوونکو هیوادونو په لست کې شامل کړ او پدې هیواد يي د لاس سختو بندیزونو پریکړه وکړه.
د سویلي کوریا ملي استخباراتو ویلي دي چې شمالي کوریا حکومت په هیواد کې په شرابو ، د موسیقۍ په فیستیوالونو او جشنونو بندیز لګولی دی. حکومت په هیواد کې په هر شي کنټرول کچه لوړه کړې ده .
د شمالي کوریا خلک د نړۍ د سختو بندیزونو او فشارونو لاندې ژوند کولو ته دوام ورکوي.
پدې هیواد کې د خلکو ټیلیفوني خبرې اوریدل کیږي او د دولت د معلوماتو نه پرته هیڅډول د ټولنیزې مډیا یا بل کوم شي د کارکولو اجازه نه لري.
سرغړونکو ته ډیره سخته جزا ورکول کیږي.
شمالي کوریا پنځه میاشتې مخکې د بیر فیستیوال هم لغوه کړې وو.
سویلي کوریا ویلي دي چې شمالي کوریا د فضايي پروګرام تر نامه لاندې د نوي بالستیک توغندي په جوړولو پيل کړی دی.
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی