امریکا  متحده ایالتونو بالاخره  د شمالي کوریا  پر مقابل کې لومړنی  ګام  اوچت کړ.

امریکا شمالي کوریا د ترهګرو نه د ملاتړ کوونکو هیوادونو په لست کې شامل کړ

851388
امریکا  متحده ایالتونو بالاخره  د شمالي کوریا  پر مقابل کې لومړنی  ګام  اوچت کړ.

 امریکا  متحده ایالتونو بالاخره  د شمالي کوریا  پر مقابل کې لومړنی  ګام  اوچت کړ.

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ  شمالي کوریا د ترهګرو نه د ملاتړ کوونکو هیوادونو په لست کې  شامل کړ.

ټرمپ  د کابینې د غونډې نه مخکې خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ټرمپ  وویل چې«  شمالي کوریا  د اټومي وسلو نه  د پاکولو  په برخه کې  لومړنی  ګام  اوچت کړ. امریکا  متحده ایالتونو نن شمالي کوریا  شمالي کوریا  د ترهګرو نه د ملاتړ کوونکو هیوادونو په لست کې شامل کړ. دا هغه ګام  دی چې باید  ډیر پخوا  اوچت شوی وی ، کلونه کلونه مخکې باید اوچت شوی وی.»

ټرمپ وویل چې  د شمالي کوریا  حکومت  نړۍ ته د اټومي بریدونو ګواښ کوي. دا هیواد په بهرنیو هیوادونو کې  د پلان شوو وژنو  په ګډون  د هر ډول  ترهګریزو فعالیتونو نه ملاتړ کوي.

ټرمپ  زیاته کړه « د شمالي کوریا په مقابل کې  اوچت شوي دې ګام  سره  به  د شمالي کوریا د حکومت سره  اړیکو درلودونکو باندې  بندیزونو  او جزاګانو ته  زمینه برابروي. د شمالي کوریا  د رژیم  پر خلاف  د پيل شوي هر ډول کمپاین نه ملاتړ کوو. د امریکا د خزانې  وزارت به هم  په شمالي کوریا  نوي بندیزونه  اعلان کړي. »

ټرمپ  زیاته کړه چې په شمالي کوریا به ډیر قوي  او لوی  بندیزونه ولګول شي. دا بندیزونه  تر ټولو لوړ بندیزونه دي.

د ویلو ده چې  امریکا  ایران، سوریه او سوډان هم  د ترهګرو نه د ملاتړ کوونکو هیوادونو په لست کې شامل کړي دي. شمالي کوریا  بیا  څلورم  هیواد دی چې پدې لست کې شاملیږي.



اړوند خبرونه