ناټو له تركيې بښنه وغوښتله!
د ناټو لخوا په ناورې كې د نظامي مانور پر مهال ولسمشر اردوغان او د تركيې د جمهوريت موسس اتاترك ته د سپكاوي له امله تركيې سخت غبرګون ښودلى و.
د ناټو د دفتر لخوا پدې اړه د رسمي بښنې يوه اعلاميه خپره شوه. سربېره پر دې د ناټو سرمنشي هم په شفاهي ډول بښنه وغوښتله.
په ناورې كې د ناټو د ځينو غړو هېوادونو په ګډ نظامي مانور كې د تركيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان نوم او د اتاترك عكس د هدف پر هغې تختې ايښودل شوى و چې ګواكې دښمن بلل كېده.
پدې مانور كې اردوغان او اتاترك د هغو كسانو په صفت معرفي شوي وو چې ګويا د دښمن سره همكاري كوي.
په ناورې كې د ګډو عملياتو د قوماندانۍ د مركز لخوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د پېښې په اړه يې څېړنې پيل كړي دي او ددې قوماندانۍ دوه تنه كار كوونكي يې له دندې ګوښه كړي دي.
د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان څرګنده كړه چې په مانور كې د تركيې ۴۰ تنو سرتېرو هم ګډون كړى و، چې ددې رسوايۍ نه وروسته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د اردوغان په وينا د ناټو د غړو هېوادونو لخوا دا ډول عمل په هېڅ ډول د منلو وړ نه دى.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.