د کاتولیکو مسیحیانو دیني  مشر  او د واتیکان  مشر په واتیکان کې د سګرټو په پلورلو بندیز ولګو.

په واتیکان کې د سګرټو په پلورلو بندیز لګول کیږي

844882
د کاتولیکو مسیحیانو دیني  مشر  او د واتیکان  مشر په واتیکان کې د سګرټو په پلورلو بندیز ولګو.

د کاتولیکو مسیحیانو دیني  مشر  او د واتیکان  مشر په واتیکان کې د سګرټو په پلورلو بندیز ولګو.

د واتیکان ویاند  پدې اړه ویلي دي چې  واتیکان  نه غواړي چې  د سګرو د پلورونکو سره چې  په ښکاره توګه د انسان  روغتیا ته  ضرر کوي  همکاري وکړي.

د ویلو ده چې  په واتیکان کې نږدې ۵ زره تنه  موجود او متقاعد مامورین  په ارزانه بیه  د سګرټو  د ترلاسه کولو حق لري. همداشان  واتیکان  هر کال  د سګرټو نه په میلیونونو ایرو عواید ترلاسه کوي.

د واتیکان  ویاند وویل  هر هغه شی چې د انسان  ژوند د ګواښ سره مخامخوي  او روغتیايي ضرر رسوي  د هغه نه ګټه  مشروع  ګټه نده.

د واتیکان مشر پاپ فرانسیس په ځواني کې د سګو کې د ستونزې له امله  سګرټ نه څښوي.

هغه ویلي دي چې  د واتیکان  مشر  پاپ فرانسیس  د راتلونکي کال د پیل نه  په واتیکان کې د سګرټو په پلورلو  د  بندیز حکم  وکړ.

د ویلو ده چې  د واتیکان دولتي هغه مامورین چې په ارزانه بیه د سګرټو د ترلاسه کولو حق لري  ځینې ترینه پخپله استفاده کوي او ځینې نور بیا  د خپل حق نه نورو کسانو ته  سګرټ پیري.



اړوند خبرونه